عَمَّ ۱۵۷۴ اَلْاِخْلَاص

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ﴿۱﴾

ته اُوایه هغه اللّه تعالٰی یک یو دی ﴿۱﴾

سورة اخلاص
اوخطیب شربینی او اومفسر الوسی ددی سورة دوه ویشت نومونه لیکلی دی -

ربط: ددی سورة دماقبل سره په څلورو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی عذاب دنیوی او اخروی ذکرکړی شو نوپه دی سورة کښی دهغی نه دبچ کیدلود پاره سبب ذکرکوی چه توحید خالص دی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی لوی انعام په مؤمنانو باندی ذکرکړی شو چه هغه اهلاک د لوی دشمن وؤ او زائل کول درکاوټ وؤ نوپه دی سورة کښی دهغه انعام شکریه ذکرکوی چه هغه دعوت ورکول دی توحید خالص ته - دریمه وجه داده چه په هغه سورة کښی هلاکت د ابولهب او دهغه دښځی ذکرشو نوپه دی سورة کښی اشاره ده سبب دهلاکت ته چه انکاردی د توحید نه - څلورمه وجه داده چه په مخکښی ټولو سورتونو کښی بی شماره علوم او احکام الٰهیه ذکرشوی دی نوپه دی سورة کښی دهغه ټولو خلاصه او بنیاد ذکرکوی چه هغه توحید خالص دی نواشاره ده چه دا دقرآن کریم دنزول لوی مقصد دی -
دعویٰ ددی سورة: اثبات د توحید د ذات او دصفاتو دی سره د تنزیه د اللّه تعالٰی د عیبونو او نقصانونو نه -
خلاصه د سورة : په اول آیت کښی توحید دذات او خالقیت دی اوپه دوهم کښی توحید د صفات ثبوتیه دی اوپه دریم او څلورم آیت کښی توحید دصفات سلبیه دی او دا کافی دی دپاره د معرفت د اللّه تعالٰی ددی وجی نه دی ته سورة المعرفة وئیلی شوی دی -

تفسیر

[۱] په مسند احمد کښی حدیث د ابئ‌ بن کعب رضی اللّه عنه نه روایت دی چه مشرکانو د نبی ﷺ نه تپوس کړی وؤ چه مونږ ته دخپل رب نسب بیان کړه اوبل روایت کښی دی چه دخپل رب صفات مونږته ذکرکړه نودا سورة دهغوی په جواب کښی نازل شو - اوپه قُل راوړلو کښی دا فائده ابن قیم ذکرکړی دی چه دا اخبار د اللّه تعالٰی دی د خپل توحید نه یعنی اللّه تعالٰی فرمائی چه ځما توحید په دی طریقی سره بیان کړئ - (هُوَ) غوره قول دادی چه هرکله دا سورة نازل شوی دی په جواب دمشرکانو کښی لکه چه مخکښی ذکرکړی شوه نو ضمیر د هُوَ هغه ذات ته راجع دی چه دوی دهغی په باره کښی تپوس کړی وؤ (اللَّهُ) دا علم دی دپاره د ذات د اللّه اوددی نه سیوا نور نومونه د اللّه تعالٰی چه ثابت دی په شرع کښی نوهغه صفتی نومونه دی اگرچه هغه هم خاص دی په اللّه تعالٰی پوری لیکن د علم خصوصیت په ذات پوری ضروری او ډیر ښکاره وی او په مقام دتعریف دذات کښی دعلم ذکرکول ضروری دی ددی وجی نه دلته ئی په دی لفظ‌ باندی تصریح اوکړه (أَحَدٌ) استعمال ددی مطلق په طریقه د وصفیت سره خاص دی په اللّه تعالٰی پوری لکه په دی مقام کښی اوفرق په مینځ د احد او واحد کښی په ډیروطریقوسره دی - اوله طریقه داده چه په احد باندی عدد ابتدائی نه بِنا کیږی په خلاف د واحد نوداسی نشی وئیلی چه احد، اثنان، ثلٰثه بلکه داسی وئیلی شی واحد، اثنان، اودوهمه طریقه داده چه احد په وخت د وصفیت مطلقه کښی په اللّه پوری خاص دی په خلاف د لفظ دواحد سره نوداسی نشی وئیلی چه رجل "احد" او داسی وئیلی کیږی رجل واحد -
فائده: په دی آیت کښی اثبات د توحید د خالقیت دی او رد دی په ټولو اقسامو د هریانو باندی په احسن ترتیب سره هغه دادی چه بعضی دفرقو گمراهانو نه وائی چه ددی عالم دپاره سبب د ایجاد نیشته او دا ټول څیزونه په خپله پیدا شوی دی او پيدا کیږی او دی ډلی ته په مخکښی فلسفه کښی اصحاب طفرة وئیلی کیږی نوپه لفظ‌ د هُوَ کښی ددی نظرئی تردید دی ځکه چه یو سبب د ایجاد دڅیزونو او د کارونوپه ټولو ذهنونو او زړونو شته دی څوک ئی طوعاً منی او څوک ئی کرهاً‌ منی - نوپه لفظ د هُوَ سره دغه ذات ته اشاره ده چه هغه وجود ورکوؤنکی دی ټولو موجوداتو ته - او په کلمه د اللَّهُ کښی تردید دی دهغه چاچه مؤجد منی لیکن هغوی سبب د ایجاد او د خلق ماده گنړی یا طبیعت یا هیولٰی گنړی یا دهر ته یا حرکت د فلک ته نسبت کوی - یعنی هغه ذات چه هغه خالق او موجِد دی نو دهغه نوم اللّه تعالٰی دی او په لفظ د أَحَدٌ کښی رد دی په هغه ډلو او نظریو باندی چه د اللّه تعالٰی سره په خلق او ایجاد کښی بل څوک شریک گنړی لکه چه بعضی حکماؤ (په حقیقت کښی بی عقله دی) وئیلی دی چه اللّه تعالٰی خو صرف عقل اول پیدا کړی دی ځکه چه هغه یو دی او دیو نه یو کار صادریدلی شی او دوی وائي‌ چه عقل اول دوهم عقل او فلکِ‌ اول پیدا کړو تردی پوری چه عقل فعَّال ټول څیزونه پیدا کوؤنکی دی او دا اوهام باطله کفریه دی اود مجوسو عقیده ده چه خیراو د نور پیدا کوؤنکی یزدان (اللّه) او دشر او ظلماتو پیدا کوؤنکی اَهرَمَن (شیطان) دی او بعضی معتزلو نظریه ده چه اللّه تعالٰی خو خالق دخپلو کارونو دی او خالق دی د بنده د هغه کارونو چه د بنده په اختیار کښی نه وی او بنده خوخالق دی دخپلو اختیاری کارونو نو ددی ټولو عقیدو تردید دی په کلمه د احدٌ سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>