عَمَّ ۱۵۷۳ اَللَّهَب

وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ ﴿۴﴾ فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ ﴿۵﴾

او ښځه دده چه را اوچتوؤنکی د خشاک ده ﴿۴﴾
په سټ دهغی کښی رسئ‌ ده د پوستکی د کجورو ﴿۵﴾

[۴] په دی کښی قباحت د حال دښځی د ابولهب دی دپاره د تکمبل دقباحت د ابولهب یعنی خاوند او ښځه دواړه په خباثت کښی یوشان وؤ نو عذاب کښی به هم یوشان وی (حَمَّالَةَ) مبالغة ده د حمل نه او الحطب په حقیقت کښی خشاک او لرگوته وئیلی کیږی دلته مفسرینو ډیر اقول نقل کړی دی حاصل ئی دادی چه معنیٰ حقیقی مراد ده یا معنیٰ مجازی - چه معنیٰ مراد شی نو په هغی کښی دوه قولونه دی اول قول چه ابن زید نه نقل دی چه دی ښځی به ازغی دار لرگی رواړل او دشپی به ئی د نبی ﷺ او دصحابو په لارو کښی اچول دپاره ددی چه دوی مسجد حرام ته نه راځی اوکه راځی چه تکلیف ورته اورسیږی اوداهم په دشمنئ‌ کښی خصیص عمل دی - دوهم قول دادی اگرچه مالدار وه لیکن دومره بخیله وه چه دغرونو نه به ئی لرگی او خشاک دکوردپاره په خپل سر اوسټ باندی راوړلو نودا ددی نهایت بخل او خساست ته اشاره ده - او چه معنیٰ مجازی مراد شی نوپه هغی کښی دوه اقوال دی اول قول دادی چه دخلقو په مینځ کښی عموماً‌ او اود نبی ﷺ او صحابو په مینځ کښی خصوصاً‌ چغلی به ئی کوله دپاره ددی چه ددوی په مابین کښی فساد ا وتفرق پیدا شی اوداهم د ذلیلانو عمل دی - دوهم قول دادی چه حطب کنایه ده د گناهونونه یعنی دی به ډیرقسمه گناهونه کول کفراوشرک، چغلی او د نبی ﷺ هجو (بدی وئیل) به ئی کوله او د محمد په ځای به ئی مُذَمَّم وئیلو -
[۵] داهم د هغه ښځی ناکاره حال دی یاپه دنیا کښی یاپه آخرت کښی هرچه په دنیا کښی دی نو په دی کښی دری قولونه دی اول داچه دا صورت د خشاک د گیډی راوړلو دی یعنی خشاک به ئی داسی راوړلو چه رسئ به ئی د مزدورانوپه شان خپلی غاړی ته اچولی وه او گیډی به ئی شاته راړولی وؤ - دوهم قول دادی هرکله چه دی د ازغو گیډی راوړل نویووخت دده مرئ ته رسئ د گیډی اړمه شوه نودا په هغه سره پانسی شوه او مړه شوه - دریم قول دادی چه د هغی په غاړه باندی دمرو او کنجکو امیل وؤ لکه چه په دی وخت کښی اکثربدعتیانو او ملنگانو خپلو غاړوته اچولی وی - اوهرچه په آخرت کښی دی نو مسد کنایه ده د زنځیر د جهنم نه چه ددی سټ ته به پروت وی نو دا تخویف اخروی دی (مَسَدٍ) په لغت کښی هغه رسئ‌ ده چه د پټو دکجورو نه کلکه اودلی شوی وی شلیدل ئی گران وی اوپه هغی سره مرئ هم پانسی کیدی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>