عَمَّ ۱۵۷۲ اَللَّهَب

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ ﴿۱﴾ مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ ﴿۲﴾ سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ ﴿۳﴾

هلاک شول دواړه لاسونه د ابی لهب او هلاک شو ﴿۱﴾
فائده ورنه کړه ده ته مال دده او هغه څیز چه ده گتلی وؤ ﴿۲﴾
زردی چه ورننوځی به اور لمبو والاته ﴿۳﴾

سورة اللهب
او دیته سورة مسد او سورة تبَّت هم وئیلی شی -

ربط: ددی سورة د ماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی بشارتونه ذکرشول نو سوال راغی چه په مقابله کښی سخت دشمن شته چه هغه ددین نه منع کول کوی نو دغه بشارتونه پوره فائده نه ورکوی نوپه دی سورة کښی بشارت دی په هلاکولو د داسی دشمن سره دپاره ددی چه رکاوټ د مخی نه زائل شی نو خلق به د اللّه تعالٰی په دین کښی هله داخلیږی - دوهمه وجه د اتخویف دی روستو دبشارت نه لکه چه قرآن کریم کښی اکثربشارت او تخویف یوبل پسی ذکر کیدی شی -
دعویٰ د سورة: تخویف دنیوی او اخروی دی په ذکر د ابولهب په طور دمثال سره -
خلاصه د سورة : اول تخویف دنیوی دی په (۱) کښی بیا ذکرددی خبری چه مال او اولادسره دفع د عذاب نه کیږی په (۲) کښی بیا تخویف اخروی سړی او ښځی ته په (۳) کښی بیا ذکر د ناکاره اعمالو او حالاتو د هغه ښځی په (۴) کښی -

تفسیر

[۱] (تَبَّتْ) دلته په معنیٰ د هلاکت او دهرخیرنه خالی کیدل دی - اودا لفظ دعا (شر) ده (يَدَا) ددی ذکرپه دی وجی سره دی چه هغه په دغه لاسونو سره په نبی ﷺ باندی د گټو گذارونه کړی وؤ لکه چه په روایت د طارق لمحاربی کښی دی چه روح المعانی او تفسیر قرطبی کښی ذکرکړی شوی دی اوقاعده قرآن او حدیث او عربیت کښی داوه چه گناه د کوم اندام نه صادرشوی وی نو هغی ته ئی نسبت کیږی اوددی ډیر مثالونه دی - روایت د صحیحین او د مسند احمد او ترمذی دادی چه د ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی چه کله آیت د (أَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الأَقْرَبِينَ) نازل شو نو نبی ﷺ صفا (غر) ته اوختلو آوازونه ئی کول ای بنی فهر بنی عدی (خاندانونه د قریشو) تردی پوری چه هغوی را جمع شول او که څوک په خپله نشو راتللی نو خپل قاصد را اولیږو چه اوگوری چه څه چل دی او ابولهب او نورقریش راغلل نو نبی ﷺ اوفرمائیل فکراوکړئ‌ که چیری زه تاسو ته خبردرکړم چه سواره فوجیان د دشمن را روان دی په دی وادئ کښی اوپه تاسو باندی حمله کوی آیا تاسو به ځما خبره اومنئ نو ټولو اوئیل هاؤ، نه دی کړی مونږ تجربی په تاباندی مگرد رشتیا خبرو نو هغه اوفرمائیل زه تاسوله ویره درکوم (په بیان دتوحید سره) مخکښی د راتللو دسخت عذاب نه نو ابولهب ورته اوئیل تبالک سائِرَالیَوم اَلِهٰذَا جمعتنا (أَبِي لَهَبٍ) دا اسم کنیت دی او اصلی نوم ئی عبدالعزیٰ بن عبدالمطلب وؤ د رسول اللّٰه ﷺ خپل تره وؤ - د اسم کنیت ذکرکول ډیری وجی دی اول داچه دی په دی نوم سره زیات مشهو وؤ - دوهمه داچه دده مخ سور وؤ د لمبی د اور په شان - دریمه داچه اللّه تعالٰی نه غواړی د شرک نوم (عبدالعزیٰ) دی په قرآن کریم کښی ذکرشی (سوال) د نبی ﷺ په ژوند کښی خو نورهم ډیر دشمنان وؤ نو ابولهب ذکرئی دڅه وجی نه خاص کړو؟ اول جواب: دادی چه سخت دشمن هغه وی چه دسړی په کارکښی رکاوټ اچوی نو ابولهب به د نبی ﷺ دعوت کښی په هرځای کښی رکاوټ پیدا کوؤ لکه چه مخکښی ذکرشول - دوهم جواب: دادی چه دده په تخصیص کښی خاص صفتونو ته اشاره ده چه هغه په دغه وخت کښی په نورو دشمنانو کښی موجود نه وؤ یعنی قریشی، هاشمی، ښائسته شکل والا، مالدار، ځامن او ښځه دده تابعدار، نواشاره ده چه اگرداسی صفتونه په یوانسان کښی وی او ددنیا والو په نیزډیر عزتمند او اشرف وی لیکن هرکله چه د نبی ﷺ نه مخالفت کوی نو دهغه عاقبت ددنیا او آخرت تباهی ده (وَتَبَّ) اول د لاسونو هلاکت ذکرشو نوپه دی لفظ‌سره د هغه د ټول بدن هلاکت ذکرشو - اوقصه د هلاکت دهغه قرطبی ذکرکړی ده د ابورافع نه چه غلام وؤ د عباس رضی اللّه عنه هغه وئیلی دی چه دبدر د واقعی نه روستو (اوه شپی) په ابولهب باندی (عدسه) بیماری راغله چه هغی ته چیچک او ننکی وئیلی شی نوپه هغی سره مړشو او دری ورځی پروت وؤ ځامنو هم نه دفن کوؤ چه بدبوئی اوکړه نوبیا ئی لری اویشتلو ددی ویری نه چه عدسه بیماری مونږ ته متعدی نشی او د مکی معظمی بره طرف ته (دبانډچیانو په واسطه) يی یوړلو او یو دیوال ته ئي اودرولو اوپه کانړو کښی ئی پټ کړو - (العیاذ باللّه تعالٰی)
[۲] (مَالُهُ) اشاره ده چه دی مالدار وؤ او اغناء‌ دمال دوه قسمه وی یوداچه د مالدارئ‌ (دصفت) د وجی دهغه لحاظ اوکړی شی دوهم داچه مال په فدیه کښی ورکړی او دعذاب نه بچ شی دا دواړه قسمونه دلته نفی دی او (كَسَبَ) عام دی اولاد ته شامل دی ځکه چه په حدیث د ابوداؤد کښی راغلی دی چه ولد هم کسب د انسان دی - او دارنگه دده مرتبه وجاهت او تابعداران او کیدونه په مخالفت د نبی ﷺ او هغه مال چه ده په تجارت وغیره سره گټلی دی یا هغه عملونه چه ده گمان کوؤ چه دا ښائسته عملونه دی لکه چه منقول ده چه ده د نبی ﷺ د ولادت په زیری کښی خپله وینزه آزاده کړی وه نو لفظ د کسب دی ټولو ته شامل دی -
[۳] دا تخویف اخروی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>