عَمَّ ۱۵۷۱ اَلنَصْر

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا ﴿۳﴾

نوپاکی وایه سره د ستائینی د رب ستانه او بخنه غواړه دهغه نه یقیناً هغه ډیر قبلوؤنکی دی ﴿۳﴾

[۳] په نیز د عامو مفسرینو دا جواب د اِذَا دی یعنی ددغه نعمتونو په شکرکولو کښی تسبیح او استغفار کوه - اوداهم په حقیقت کښی دری حکمونه دی په مقابله د دری انعاماتو کښی (تسبیح او حمد او استغفار) تسبیح تنزیه (پاکی) د اللّه تعالٰی ده په هر هغه لفظ‌ سره چه دلالت کوی په تنزیه باندی دهرقسم صفاتو د عیب او نقصان نه، په عقیده کښی، اوپه ژبه باندی وئیل او نورو خلقو ته د هغی دعوت ورکول لفظ د فَسَبِّحْ دی ټولو ته شامل دی اوپه دی کښی اشاره ده صفات سلبیه د اللّه تعالٰی ته چه هغه په اعتبار د شمارکولو ځما سره تقریباً پنخلس دی مثلاً شریک، مماثل، مشابه، ولد، والد، ښځه، بنت، عجز، جهل، غفلت، خوب، ستړی والی، بخل، فنا، مرض وغیره ددی نقصاناتونه اللّه تعالٰی پاک گنړل دیته تسبیح وئیلی کیږی (بِحَمْدِ رَبِّكَ) د حمد نه صفا ت ثبوتیه د الوهیت مراد دی چه هغه اسماء حسنیٰ او صفات فعلیه د اللّه تعالٰی په قرآن کریم ډیر ذکردی او دا مجموعه کامل توحید د اللّه تعالٰی دی (وَاسْتَغْفِرْهُ) (سوال) دا خطاب دی نبی ﷺ ته او هغه خو دهرقسم گناهونو نه پاک وؤ نو د امر د استغفار فائده څه ده؟ (جواب په څو طریقوسره دی) غوره طریقه داده بلکه صحیح ده چه استغفار مستلزم د ارتکاب د گناه نه دی بلکه قصور دحق دی نو نبی ﷺ سره د علو شان اوسره د عصمت د گناهونو نه حق د بندگئ اود ثناء د اللّه تعالٰی نشو ادا کولی ځکه چه اللّه تعالٰی خوډیر اعلٰی او اکبر او اجل دی -
فائده: په صحیح حدیث کښی وارد دی چه نبی ﷺ روستو د نزول ددی سورة نه به په رکوع او سجده کښی لوستل سبحانک اللهم ربنا و بحمدک اللهم اغفرلی - نو مونږ دپاره هم په کاردی چه په رکوع او سجده کښی دا کلمات ډیر لولو - بل روایت کښی دی چه نبی ﷺ روستو د نزول ددی سورة نه هروخت اوپه کیناستلو او اودریدلو کښی سبحانک اللّه و بحمدک لوستل (إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا) (سوال) د استغفره سره مناسب وؤ چه إِنَّهُ كَانَ غفّاراً وئیلی شوی وی؟ (اول جواب) اشاره ده چه استغفار هله فائده ورکوی چه توبه ورسره وی - دوهم جواب: دادی چه تواب کښی اشاره ده انعام د استغفارته یعنی په مغفرت غوختلوسره خو مغفرت کیږی (په مشیت د اللّه تعالٰی سره) لیکن رحمتونه باربار کول نوپه هغی سره هم زیات انعام حاصلیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>