عَمَّ ۱۵۷۰ اَلنَصْر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ ﴿۱﴾ وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا ﴿۲﴾

کله چه راغی مدد د اللّه تعالٰی او گټه ﴿۱﴾
او وینی ته خلقو لره چه داخلیږی په دین د اللّه تعالٰی کښی ډلی ډلی ﴿۲﴾

سورة النصر
او دیته سورة التودیع او سورة اذاجاء هم وئیلی کیږی -

ربط: ددی سورة دمخکښی سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی امرد برائت د مشرکینو نه ذکرشو نوپه دی سورة کښی دغه برائت کوؤنکو ته بشارت ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی حکم وؤ په طریقه د نفی سره اوپه دی سورة کښی حکم دی په صیغه د امر بالتَّسبیح والحمد والاستغفار سره -
دعویٰ د سورة: بشارت دنیویه دی او دوه نومونه د اللّه تعالٰی په کښی ذکردی (اللّه، رب) او دعویٰ د توحید په (۳) کښی ده -
خلاصه د سورة : چه اول بشارت په نصرت او فتح سره دی په (۱) کښی بیا بشارت دی په ډیروالی د ملگروسره په (۲) کښی بیا امردی په تسبیح سره د حمد نه او په استغفارسره په طور د شکرد نعمتونو په (۳) کښی -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی بشارت دی په دوه څیزونو سره (نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ) په دواړو کښی فرق دادی چه (نصر) نه مراد اسباب تیارول دی چه مکان وی او ملگری وی او اسلحه وی اونورضروری سامان وی دژوند د تیرولو اودجهاد کولو دپاره، او (فتح) غلبه ده په دشمن باندی او ددعوت او جهاد دپاره بندی دروازی کولاویدل دی -
[۲] په دی کښی دریم بشارت ذکردی یعنی په اول وخت کښی خلق په اسلام کښی لږلږ داخلیدل لیکن روستود نصرت او فتح نه به ډلی ډلی داخلیږی او دفتح مکه نه روستو هم دغه شان اوشول -
فائده: جواب د اِذَا پټ دی یعنی فَذَاک اَجَلُکَ او دا بنادی په حدیث د ابن عباس رضی اللّه عنهما چه امام بخاری روایت کړی دی چه نورو صحابو نه عمر رضی اللّه عنه ددی سورة‌ په باره کښی تپوس اوکړو نوبعضو اوئیل چه په دی کښی مونږته امرد تسبیح او استغفار روستو دنصرت او فتح نه ده او بعضی چپ شول او ابن عباس رضی اللّه عنهما جواب ورکړو چه په دی سورة کښی اخبارد اجل د رسول اللّٰه ﷺ دی نوعمررضی اللّه عنه اوئیل چه ځما په علم کښی هم دا خبره وه - اوپه دی وجی سره دی سورة ته سورة التودیع وئیلی شوی دی یعنی رخصت کیدل د رسول اللّٰه ﷺ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>