عَمَّ ۱۵۶۹ اَلْکَافِرُوْن

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ ﴿۱﴾ لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ ﴿۲﴾ وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ ﴿۳﴾ وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ ﴿۴﴾ وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ ﴿۵﴾ لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ ﴿۶﴾

ته اُوایه ای کافرانو ﴿۱﴾
زه بندگی نه کوم د هغه چا چه تاسو ئی بندگی کوئ‌ ﴿۲﴾
او نه تاسو بندگی کوؤنکی ئی دهغه چاچه زه ئی بندگی کوؤم ﴿۳﴾
او نه زه بندگی کوؤنکی یم په هغه طریقه چه تاسو بندگی کوئ ﴿۴﴾
او نه تاسو بندگی کوؤنکی ئی په هغه طریقه چه زه بندگی کوؤم ﴿۵﴾
ستاسو دپاره ستاسو دین دی او ځما دپاره ځما دین دی ﴿۶﴾

سورة الکافرون
او دیته سورة مقشقشه (براء ة کوؤنکی د شرک نه) او سورة العبادة او اوسورة اخلاص هم وئیلی کیږی -

ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده په هغه سورة کښی د شأنی (دشمن) حال ئی ذکرکړو نو دلته دهغی نه براء ة ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه هلته په فصلّ لربّک وانحر سره توحید ذکرشو نوپه دی سورة کښی براء ة د شرک نه ذکرکوی دپاره د تکمیل د توحید - دریمه وجه داده چه هلته ئی ددشمن ابتریت ذکر کړو نو دلته ددشمنئ‌ د اظهار طریقه ذکرکوی -
دعویٰ د سورة: اظهار ددی براء ة دټولو کافرانو نه -
خلاصه د سورة : امرپه اظهار دبراء ة او د جدائی د کافرانو نه په اعتبار د معبود اوپه اعتبار د معبود او په اعتبار دطریقی د عبادت سره او اظهار د جدائی د دینونو -

تفسیر

[۱] (قُلْ) په دی امر کښی دلیل دی چه دا برائت فریضه ده د نبی ﷺ او دهغه د تابعدارانو (يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ) په اسم فاعل سره ئی ذکرکړی دی اشاره ده چه برائت همیشه د هغه چا سره دی چه همیشه کافروی - او الْكَافِرُونَ، عام دی ټولو اقسامو د کافرانو ته - یهودیان، نصاریٰ، مجوس، مشرکان، منکرین د خاتم النبین، منکرین دقیامت، منکرین د اتباع رسول ﷺ منکرین دقرآن وغیره -
[۲] (أَعْبُدُ) مراد ددی نه ټول اقسام د عبادت دی قلبی، بدنی او مالی -
[۳] دا نفی ده دجانب د کافرانو نه - (سوال) مشرکان خو بعضی عبادتونه د اللّه تعالٰی کوی لکه چه مخکښی ذکرشوی دی نودلته څه رنگی نفی دمطلق عبادت ئی دهغوی نه اوکړه؟ (جواب) مراد د عبادت نه عبادت شرعیه دی چه هغه بنا دی په توحید باندی اوپه هغوی کښی عبادت په طریقه د توحید سره نیشته - نو عبادت ددوی اللّه تعالٰی لره کالعدم شو -
[۴] په دوهم کرت برائت دی د جانب د نبی ﷺ اود ټولو مؤحدینو د طرف نه په صیغه د اسم فاعل سره -
[۵] دا نفی ده د طرف د مشرکینو نه -
[۶] دا نتیجه د ماقبل ده لکه چه تقسیم اوکړی شی دیو څیز‌په مینځ ددوه کسانوکښی اوبیا اوئیلی شی چه دا ستا حصه شوه او دا ځما حصه ده (سوال) طریقی دمشرکانو ته ئی ولی دین اوئیلو؟ (جواب) داپه اعتبار د زعم او عقیدی د هغوی سره یا دین په معنیٰ د جزاء د اعمالو سره دی -
فائده: حاصل ددی قول دادی چه تمیز ددواړه ډلو (مؤمنان او مشرکان) اول په اعتبار دمعبود سره دی چه معبود د مؤحدینو صرف اللّه تعالٰی دی او معبود دمشرکانو غیراللّه دی اودوهم په اعتبار د کیفیت او طریقی دعبادت سره دی یعنی طریقه د عبادت د مؤحدینو شرعی ده بنا ده په وحی باندی او طریقه د عبادت مشرکانو بنا ده په اتباع او هویٰ او ظن او اتباع الأباء باندی او دا قول دټولو نه غوره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>