عَمَّ ۱۵۶۸ اَلْکَوْثَر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ ﴿۱﴾ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ﴿۲﴾ إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ ﴿۳﴾

یقیناً‌ در کړی دی مونږ تاته ډیر دفائدی څیز ﴿۱﴾
نو مونځ کوه خاص خپل رب لره او قربانی کوه ﴿۲﴾
یقیناً‌ دشمن ستا خاص هغه دی بی خیره (لنډی) ﴿۳﴾

سورة الکوثر
اوددی بل نوم سورة النحر دی -

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی په کومو اوصافو باندی زجروؤ نوپه دی سورة کښی دهغی په ضد اوصافو باندی امر ورکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی مکذب بالدین ذکرشو او هغه دشمن د نبی ﷺ دی نوپه دی سورة کښی دهغه د ابتر کولو دپاره امور ذکرکوی -
دعویٰ این سوره: سه امور برای مغلوبیت دشمن است ویک نام اللّٰه تعالی (رب) و یک صفت فعلیه آن ذکرشده است -
دعویٰ د سورة: دری امور دپاره د مغلوبیت د دشمن دی او د اللّه تعالٰی یو نوم (رب) او یوصفت فعلیه ذکرشوی دی -
خلاصه د سورة : اولاً نعمت د کوثر ذکر دی چه هغه قرآن دی په دنیا کښی او دهغی په سبب سره د حوض کوثر نه څښکل حاصلیږی په آخرت کښی (اوپه دی کښی ضمناً امردی په بیانولو دقرآن سره) بیا دوه آداب دی دپاره ددعوت کوؤنکی اوپه هغی کښی رد دشرک په عبادت بدنیه ا ومالیه کښی ذکردی او بیا نتیجه ددی ذکرکوی په مغلوبیت د دشمن سره چه دا بل نعمت دی -
فائده: ددی نه تر الناس پوری خطابات دی اهل قرآن ته او هغوی ته اداب ذکرکوی -

تفسیر

[۱] په دی کښی په ظاهرکښی ذکر دنعمت دی په نبی ﷺ باندی او ضمناً حکم دی په دعوت الی القرآن باندی یعنی ان اعطیناک الکوثر فبینه لِلنَّاسِ (نوبیان کړه دا خلقو ته) نو حاصل دادی چه په دنیا کښی کوثر قرآن او نبوت دی اوپه آخرت کښی کوثر حوض یا نهردی چاچه په دنیا کښی دقرآن نه خیر او هدایت حاصل کړو نوپه آخرت کښی دهغه کوثرنه به سیرابی حاصلوی قاضی عیاض رحمه اللّه فرمائیلی دی چه احادیث د حوض صحیح دی او ایمان په دی باندی فرض دی او دا په نیز داهل السنة والجماعة په ظاهرباندی حمل دی تاویل په کښی نشی کیدلی -
[۲] دا اداب دی دپاره د اهلِ قرآن (فَصَلِّ) په دی کښی صلوٰة خمسة او صلوٰة عید او صلوٰة مزدلفه او ټول صلوات نفلیه داخل دی (لِرَبِّكَ) په دی کښی تعریض دی په مشرکانوباندی چه هغوی صلوٰة کوی یا اجزاء‌ د صلوٰة (قیام، رکوع، سجده) کوی دپاره د معبودانو باطلو یعنی بتان، قبرونه، نمر او سپوږمئ وغیره نو ته دهغوی خلاف کوه (وَانْحَرْ) نحر داوښانو، که په منیٰ کښی وی اوکه په نورو اوقاتو او مکانونو کښی وی اوپه دی کښی هم دعطف د وجی نه لِرَبِّكَ مراد دی دپاره د رد په مشرکینو باندی چه هغوی هم نحر او ذبح او نذر د غیراللّه دپاره کوی او ذکرد نحر د اوښانو دی او مراد ددی نه ټول عبادات مالیه دی -
[۳] دا نتیجه ده دپاره د ماقبل یعنی د کوثر (دعمل او دعوت) په وجه اوپه اخلاص د عبادت بدنیه او مالیه په سبب ستا دشمن به ابترشی (شَانِئَكَ) شنأن بُعض او کینی ته وئیلی شی او نوم د هغه ئی نه دی ذکرکړی دی دپاره چه داحکم هرهغه چاته شامل شی چه دا صفت په کښی موجود وی - اومراد ددی نه بغض کوؤنکی د نبی ﷺ دذات سره با بغض کوؤنکی د هغه د هدایت سره دی چه قرآن اوسنت دی بلکه دهغه د ذات سره په اصل کښی هیچ چا بعض نه دی کړی لیکن دهغه ددین سره ئی بعض کړی دی (هُوَ الْأَبْتَرُ) په دی کښی اشاره ده چه ابتریت خاص دی په بغض کوؤنکی د حق پوری او نبی ﷺ او اهل قرآن ابتر نه دی ځکه ددوی تابعدار او ددوی شاگردان ترقرب دقیامت پوری به جاری وی او ددوی ذکرخیربه کوی (الْأَبْتَرُ) بتر په لغت کښی پری کولو ته وئیلی شی ابترپه انسانانو کښی لاولد (چه ځوی ئی نه وی) ته وائی اوپه څارؤو کښی بی لکئ‌ ته وائی اوپه نورکارونو کښی بی خیره ته وائی لیکن په الف لام سره معرفه راوړلو کښی اشاره ده کمال بتردی اودا سزا ده دهرهغه چاچه بعض کوی د هغی سره چه رسول اللّٰه ﷺ راوړی دی لکه څوک چه په آیاتونو دصفاتو کښی تاویلونه کوی او دارنگ کوم سلفی چه قرآن او احادیثو سره استدلال کوی نو دی ترینه نفرت کوی اودارنگ صوفیا چه غناگانی اوری او رقص کوی او قرآن آوریدلو ته نه ټینگیږی اودا رنگ څوکه چه خبری د خلقو او نورو علمونو لره په قرآن او حدیث باندی غوره والی او فوقیت ورکوی (نودا ټول په ابترکښی داخل دی) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>