عَمَّ ۱۵۶۷ اَلْمَاعُوْن

فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ ﴿۴﴾ الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ ﴿۵﴾ الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ ﴿۶﴾ وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ ﴿۷﴾

نو تباهی ده مونځ والو لره ﴿۴﴾
هغه کسان چه دوی د مونځونو خپلو (دمقصد) نه ناخبره دی ﴿۵﴾
هغه کسان دی چه ځان خودنه کوی (په خپل عملونوسره) ﴿۶﴾
او منع کوی د فائدی څیز لره ﴿۷﴾

[۴] دا جواب د سوال مقدّر (پټ) دی چه دوی خو مونځونه کوی نو ولی دوی ته مکذب بالدین وئیلی شی؟ جواب داچه دده مونځ سبب د هلاکت دی اودا مونځ سبب دمدح نه دی -
[۵] دا سبب دویل ذکرکوی (سَاهُونَ) غافل دی او دهغی مختلف طریقی دی بالکل پریخودل، د اول وخت روستو کول او د مستحب وخت نه همیشه روستو کول او دهغی د ارکانو او شرطونو نه غافل کیدل اودارنگ دهغی د حقیقت نه غفلت او جهل کول لکه چه ایاک نعبدو ایاک نستعین په قرائت د مونځ کښی لولی اوبهر دمونځ نه غیراللّه بندگی کوی او مدد ترینه غواړی یعنی صرف په ژبه ئی لولی او عمل پری نه کوی - نوحاصل ددی صفت داچه جاهل او بیلمازه دی -
[۶] دا هم سبب دویل دی (يُرَاءُونَ) مراد ددی نه ریاء‌ د مونځ ده چه دخلقو په مخکښی کښی کوی اوچه غائب شی نو نه کوی یاد خلقو په مخ کښی اوږد مونځ کوی اوچه غائب وی نو زر زر کوی یا مراد ددی نه ریاء ده په صدقاتو ورکولوکښی او دا صفت د منافقینو هم دی - او حاصل ددی صفت دا چه دی ریاکار دی - هان د فرضو ادا کول په عذر دریاء‌ سره پریخودل جائز نه دی بلکه د خپل نیت اصلاح دی اوکړی اوفرض دی ادا کړی اودارنگ که یو شخص عمل خالص د اللّه تعالٰی دپاره کوی لیکن چه خلق ورباندی خبرشی نودی په هغی باندی خوشحاله شی نو داریاء‌ نه ده دارنگ حدیث ابن کثیر د ابولیلٰی په روایت سره نقل کړی دی -
[۷] دا دلیل دی ددوی په ریاء‌ کارئ‌ باندی یعنی هرکله چه دوی ماعون منع کوی نو صدقه د اللّه تعالٰی په نوم باندی څنگه اوکړی بلکه د ریاء‌ دپاره صدقه کوی او دا بل صفت قبیحه دی او ددی حاصل دادی چه دا انسان بی مروت او حرصناک دی (الْمَاعُونَ) قرطبی ددی دولس معانی ذکرکړی دی لیکن دا لفظ هغه ټولو ته شامل دی ځکه چه ماعون د معن نه دی لږ څیز ته وئیلی شی یا د عون نه دی اسبابو د مدد ته وئیلی شی - نوپه دی کښی اور، اوبه، تبر، مالگه، بوقه، گیلاس د اوبو څښکلو دپاره، مطلق نیکی کول، زکوٰةو دعوت د حق، بیانول دقرآن دا ټول داخل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>