عَمَّ ۱۵۷۵ اَلْاِخْلَاص

اللَّهُ الصَّمَدُ ﴿۲﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿۳﴾ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿۴﴾

اللّه تعالٰی بی حاجته دی ﴿۲﴾
نه دی ولد والا دی او نه دی پیدا کړی شوی دی ﴿۳﴾
او نیشته ده لره هم صفت هیڅ څوک ﴿۴﴾

[۲] په دی کښی اثبات د توحید د صفات ثبوتیه د اللّه تعالٰی دی اوتردید دی د هغه چاچه عقیده لری چه اللّه تعالٰی خو خالق دهرڅیزدی لیکن ټول حاجتونه نشی پوره کولی یا په دی صفت د خلق کښی معاون او ملگری ته محتاج دی نو ددی وهم ازاله ئی اوکړه په دی جمله سره چه (اللَّهُ الصَّمَدُ) او په معنیٰ د الصّمد کښی د مفسرینو ډیراقوال دی اول ابن الانباری وئیلی دی چه خلاف نیشته چه صمد هغه سیّد ته وئیلی شی چه د هغه نه اوچت بل څوک نه وی اوټول هغه ته په خپلو حاجتونو کښی او سوالونو کښی قصد کوی - دوهم قول د ابوهریرة رضی اللّه عنه نه روایت دی چه هغه مستغنی دی هرچا نه او هغه ته هرڅیز محتاج دی - ابن کثیر دطبرانی نه نقل کړی دی چه دا اقوال ټول صحیح دی ا ود رب العالمین دی اودا ټول اقوال دوه صفتونو ته راجع دی یو داچه غنی مطلق دی یعنی بی حاجته دی او دوهم داچه هرڅیزپه خپلو حاجتونو کښی هغه ته قصد کوی او قصد عام دی که قصد طبعی وی او که اختیاری وی -
[۳] په دی کښی توحید د صفات سلبیه ذکرکوی یعنی ټولو عیبونو نه پاک دی ځکه چه هغه عیبونه چه د الوهیت سره منافی دی یو حاجت دوهم تبعیض او تجزی ده دریم تشبیه او تمثیل دی نوپه دی راتلونکو جملو کښی ددی ټولو نفی ده او په دی آیت کښی تردید دی د هغه مشرکانو چه اللّه تعالٰی لره د لونړو یا د ځامنو عقیده لری که کتابیان دی او که غیر کتابیان دی - اورد دی په هغه چاچه وائی چه دا صحیح ده چه اللّه تعالٰی ټول حاجتونه پوره کوؤنکی دی او بی حاجته دی لیکن دهغی نائبان شته او د هغه د صفتونو مظهر شته دی هغوی ته ئی د بعضی کارونو حاجت روائی سپارلی ده نو مونږ ځکه هغوی ته خپل بعضی حاجتونه پیش کوؤ نو ددغسی خلقوپه جواب کښی اوئیلی شو چه (لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ) (سوال) هیڅوک د اللّه تعالٰی د مولودیت قائل نیشته ځمونږپه علم کښی نو ددی نفی کول څه فائده ده؟ اول جواب: کیدی شی چه په عالم کښی داسی عقیده چه د چا وی چه اللّه تعالٰی مولود دی د وجی د قیاس کولو نه په خپلو معبودانو باندی چه هغه مولود یا مجعول او مصنوع دی (اگرچه ځمونږپه علم کښی نه وی) نوددی قیاس ترددید کول ضروری دی - دوهم جواب په باب د اثبات د توحید کښی دټولو احتمالاتو شرکیو نفی ضروری ده برابره خبره ده که څوک دهغه قائل وی او که نه وی - دریم جواب لکه څنگه چه ولد په دوه قسمه سره نفی شو حقیقی او حکمی نو دارنگ والد هم دوه قسمه دی حقیقی هغه منتفی دی او حکمی هغه هم منتفی دی مراد د والد حکمی نه هغه څوک دی چه هغه زورآور دی په اللّه تعالٰی باندی او اللّه تعالٰی هغه ته محتاج وی لکه چه د مشرکانو عقیده دشفاعت قهریه (بلا اذن) دی عقیدی لره مستلزم ده او په دی معنیٰ سره نفی د ولی ئی په سورة اسراء (۱۱۱) کښی کړی ده -
[۴] (كُفُوًا) دا لفظ عام دی مشابه، مساوی، مماثل، مجانس، معادل، نظیردا د ټولو په معنیٰ باندی راځی ددی وجی نه دا لفظ ئی ذکرکړو دپاره ددی چه ددی ټولو نفی اوکړی شی یعنی په جنس، نوع او فصل اوپه هیڅ صفت او صورة و شکل کښی کفاء‌ ة نیشته (أَحَدٌ) اهل لغتو وئیلی دی چه احد لفظ په ذوی الروح او ذوی العقولو کښی استعمالیږی یعنی هیڅ نبی او ولی او ملک او جنی او بشر د اللّه تعالٰی دپاره کفو نشی کیدی نو بتان او غیرذوی الروح خوپه اولٰی طریقی سره کفو نشی کیدی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>