عَمَّ ۱۵۶۴

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ ﴿۱﴾ إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ ﴿۲﴾ فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ ﴿۳﴾

تعجب په کار دی په مینه د قریشو (ددنیا سره) ﴿۱﴾
مینه د هغوی د سفر د ژمی سره او د اوړی سره ﴿۲﴾
نو بندگی دی خاص کړی رب ددی کور لره ﴿۳﴾

سورة قریش

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف دنیوی وؤ د دشمنانو دبیت اللّه ته نوپه دی سورة کښی دعوت د توحید دی دپاره د اداء‌ شکر مجاورینو د بیت اللّه ته - دوهمه وجه داده چه په مخکښی سورة کښی تخویف دنیوی وؤ نوپه دی سورة کښی زجردی -
دعویٰ د سورة: زجردی په محبت ددنیا او دعوت دی توحید ته او نوم د اللّه تعالٰی (رب) ذکردی او دوه صفتونه فعلیه ذکردی -
خلاصه د سورة داده : : اول زجردی په محبت ددنیا سره عموماً‌ په (۱) کښی بیاپه محبت دسفرونو د دنیا دپاره خصوصاً‌ په (۲) کښی بیا دعوت دی توحید فی العبادة ته په (۳) کښی بیا ذکر ددوه نعمتونو دی په طریقه ددلیل دتوحید سره په (۴) کښی -

تفسیر

[۱] په دی کښی زجردی قریشو ته په الفت کولو ددنیا سره غوره قول دادی چه لام دتعجب دی یعنی تعجب اوکړئ‌ په مینه کولو دقریشو باندی ددنیا سره او ابن جریر وئیلی دی چه دا قول حق او صحیح دی، او بنا په دی قول سره دا زجردی قریشوته په محبت د مال ددنیا باندی - قریش، دا قبیله اولاد دنضربن کنانه بن خزیمه بن مدرکه بن الیاس بن نضر وؤ نوڅوک چه د نضر داولاد نه نه دی نو هغه قریش نه دی اوپه حدیث د امام بخاری کښی وارد دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه یقیناً‌ اللّه تعالٰی غوره کړی وه کنانه د اولاد د اسماعیل علیه السلام نه او غوره کړی ده قریشو لره د اولاد د کنانه نه او غوره کړی ده بنی هاشم د قریش نه او غوره کړی دی مالره د بنی هاشم نه نو معلومه شوه چه قریش نسب ددنیا دټولو نسبونو نه اشرف او افضل دی - (په شرط د ایمان سره)
[۲] دا تخصیص بعد التعمیم دی - امام مالک رحمه اللّه نه نقل دی چه کال په دوه حصو باندی تقسیم دی ژمی او اوړی او ربیع او حریف په کښی عارضی دی هغی ته اعتبار نیشته (رِحْلَةَ الشِّتَاءِ) دوی به په موسم د ژمی (سړزی) کښی یمن ته سفر کوؤ چه هغه گرم وطن وؤ (وَالصَّيْفِ) په موسم د اوړی کښی ئی شام ته سفرکولو چه هغه یخ وطن وؤ اوپه دی سفرونو کښی یو غرض داوؤ چه خلقو به ددوی احترام او اکرام کوؤ ددی وجی نه چه د اللّه تعالٰی دکور مجاورین او لوی نسب والا دی نو ډیری تحفی او نذرانی به ئی ورکولی ا ودوهم غرض تجارت کول وؤ او دریم غرض د گرمئ او د یخنئ نه بچ کیدل وو -
[۳] دا دعوت دی توحید فی العبادت اوترک د شرک کولو ته (فَلْيَعْبُدُوا) ظاهری عبادتونه په مشرکین عرب کښی وؤ مونځ، روژه د عاشوری، حج، عمره، طوافونه، په مال کښی د اللّه تعالٰی دنوم حصّه مقررکول، صدقی کول، دیّت، قسامة قصاص او نور امور شرعیه چه په دی باندی دقرآن او حدیث نصوص او تاریخ د عرب شاهد دی لیکن ایمان او توحید په کښی نه وؤ نومراد د عبادت نه دلته توحید دی (رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ) لفظ د رب کښی اشاره ده چه په دوی کښی توحید د ربوبیت (خالق او مدبرگنړل) وؤ - او اضافت ئی بیت ته خاص اوکړو یوددی وجی نه چه نعمت ته (چه سورة فیل کښی ذکرشو) اشاره ده چه دا کور اللّه تعالٰی بچ ساتلی دی ستاسو د اصنامو (بتانو) په کښی هیڅ دخل نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>