عَمَّ ۱۵۶۳ اَلْفِیْل

وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ ﴿۳﴾ تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ ﴿۴﴾ فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ ﴿۵﴾

او را اولیږل ئی په هغوی باندی مارغان ډلی ډلی ﴿۳﴾
ویشتل هغوی لره په کانړو د پاخه کړی شووؤ نه په اور کښی ﴿۴﴾
نو اوگرځول ئی هغوی په شانته د بوسو خوړلی شوؤ ﴿۵﴾

[۳] دا عطف په طریقه د تفسیر د تضلیل دی -
[۴] (مَأْكُولٍ) هغه گیاه چه اوخوړلی شی (سوال) چه اوخوړلی شی نو هغه خو په معده کښی غائب وی نو هغی سره خو تشبیه فائده نه لری؟ (جواب) مراد دادی چه روستو د خوراک نه غوشیانو او خاشنړو په شکل کښی را اوځی نو هغه بدبوینه اویوبل نه ئی اجزاء جدا جدا وی لیکن په دی باندی تصریح کول په کلام فصیح او بلیغ کښی مناسب نه وؤ ددی وجی نه دهغه نوم ئی ذکر نه کړو - نودا رنگ ددوی بدنونه ټکړی ټکړی شول او بدبوینه مردار شول - نو اوگرځول ئی هغوی په شانته د بوسو خوړلی شوؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>