عَمَّ ۱۵۶۲

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ ﴿۱﴾ أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ ﴿۲﴾

آیا نه گوری ته چه څنگه کار اوکړو رب ستا د هاتیانووالو سره ﴿۱﴾
آیا اونه گرځوؤ ئی چل ول د هغوی بی کاره ﴿۲﴾

سورة الفیل

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په دوه وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی زجراو تخویف اخروی وؤ مخالفینو دپاره نوپه دی سورة کښی تخویف دنیوی دی دپاره دهغوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی مخالفت د حق نه په سبب ددنیا د پرستئ‌ سره ذکرشو نو په دی سورة کښی مخالفت د حق نه په وجه د اقتدار دنیوی سره ذکرکوی -
دعویٰ د سورة داده: چه په دی کښی تخویف دنیوی دی مخالفت کوؤنکو د حق ته په سبب داقتدار دنیوی سره - اونوم د اللّه تعالٰی ئی (رب) ذکر کړی دی -
خلاصه د سورة : اول عظمت شان د عذاب د اصحاب فیل دی په (۱) کښی او دهغوی د مکر بربادی په (۲) کښی ذکرکوی او تفصیل د عذاب د هغوی په (۵،۴،۳) کښی دی -
فائده: ذکر د اصحاب فیل (چه دبیت اللّه دهدم اراده ئی کړی وه اوپه هغوی باندی عذاب الٰهی راغی) په طریقه د مثال او عبرت سره دی یعنی هرهغه څوک چه دبیت اللّه په باره کښی داسی اراده لری یا بله (قبله) کعبه جوړوی یا دبل کوم دینی مرکز سره دشمنی کوی او دهغی د خرابولو کوشش کوی نو عاقبت دهغوی هم عذاب دی خصوصاً هغه اقتداروالا چه خپل د باطل حکومت د بچاؤ او ترقئ‌ دپاره د دین د نړولو یادقران د مقابلی کولوکوشش کوی -

تفسیر

[۱] قصه د اصحاب الفیل مفسرینو په تفصیل سره لیکلی ده - مختصره داسی ده چه ابرهه بن الصباح ابویکسوم چه په الاشرم سره مشهور وؤ (په یوجنگ کښی دهغه پوزه او خوله او مخ شلیدلی وؤ ددی وجی نه ورته اشرم وئیلی کیدلو) د یمن والی وؤ او نصرانی وؤ د حبشه د بادشاه د خوشحاله کولو دپاره (چه هغه هم نصرانی وؤ) په صنعاء یمن کښی یو دنگه بنگله جوړه کړه او هغه کنیسه وه ددوی - او خلقو به هغی ته القلیس وئیلی وؤ د ډیر دنگوالی د وجی نه ځکه چه چا به هغی سرته کتل ټوپئ به ئی دسرنه غورځیدله او ابرهه اعلان اوکړو چه آئنده دپاره دی ځای ته حج له راځئ او کعبی له مه ځئ یو روایت کښی راغلی دی چه عربو یوشخص لاړو او دغصی دوجی نه ئی په هغه کنیسه کښی اودس ماتی اوکړو اوبل روایت کښی راغلی دی چه دعربو بعضی تاجران هغه وطن ته د تجارت دپاره تللی وؤ نو دهغی کنیسی په خواکښی ئی اوربل کړو دپاره د پخلی کولو نو سیلئ‌ راوالوتله او هغه اور هغه کنیسی ته اورسیدلو نو هغه ئی اوسیزله نو ابرهه په دی کارباندی سخت غصه شو اوقسم ئی اوکړو چه زه به کعبه نړوؤم په دی ارادی سره ئی هاتیان را روان کړل اوډیر لښکر هم ورسره وؤ لیکن هرکله چه د مزدلفی او مِنیٰ په مینځ کښی وادی محسرته نزدی شول نو اللّه تعالٰی په دوی باندی خطاطیف او بلسان مارغان (چه هغی ته توتکری وئیلی کیدی شی) را اولیږل چه دهغوی په پنجو او مخوکو کښی کانړی وؤ او دوی ئی په هغی باندی اوویشتل نو هغوی داسی هلاک شول چه بدنونه ئی ذری ذری او بدبوینه شول او اکثرروایاتو کښی راغلی دی چه داد نبی ﷺ د پیدائش نه پنځوس ورځی وړاندی واقعه ده نو داد نبی ﷺ د نبوت دپاره ارهاص وؤ (هغه خرق عادت کار چه دنبی دپاره مخکښی دنبوت دهغه نه ښکاره شی) (كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ) کیف کښی اشاره ده دلیلونو ته په کمال قدرت اوعلم د اللّه تعالٰی سره اوپه شرافت دبیت اللّه تعالٰی ددی وجی نه اول ئی دا فعل اجمالی ذکرکړو (بِأَصْحَابِ الْفِيلِ) الفیل اسم جنس دی یو هاتی وو یا ډیرهاتیان وو بنا په اختلاف د روایاتو سره -
[۲] په دی کښی تفصیل د فعل دی (كَيْدَهُمْ) مکر او تدبیر دپاره د نړولو د کعبی او ذلیل کولو د اهلِ مکه په هاتیانو راوستلو او ډیر لښکر راجمع کولوسره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>