عَمَّ ۱۵۶۱ اَلْهُمَزَة

كَلَّا لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ ﴿۴﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ ﴿۵﴾ نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ ﴿۶﴾ الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ ﴿۷﴾ إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ ﴿۸﴾ فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ ﴿۹﴾

هیچ چیری داسی نه ده خامخا به اوغورځولی شی په حطمه کښی ﴿۴﴾
اوڅه پوهه درکړی ده تاته چه څه شی دی حطمه ﴿۵﴾
اور د اللّه تعالٰی دی چه بل کړی شوی دی ﴿۶﴾
هغه به ورخیژی په زړونو باندی ﴿۷﴾
یقیناً دا اور په دوی باندی ور جوخت کړی شوی دی د هرطرف نه ﴿۸﴾
په ستنو اوږدو کښی ﴿۹﴾

[۵،۴] د اتخویف اخروی دی (فِي الْحُطَمَةِ) ډیر ماتوؤنکی نو دا نوم د جهنم دی - یا نوم د یو طبقی د جهنم دی هرکله چه همزه لمزه د حق پرستو عزتونه مات را مات کړی دی نودارنگ دا حطمه به هم ددغه شخص هډوکی مات را مات کړی -
[۷،۶] دا تفسیر دحطمة دی (الْمُوقَدَةُ) چه اللّه تعالٰی بل کړی دی نو څوک دهغی د مړکولو وس نه لری اوپه حدیث ترمذی کښی وارد دی چه اور د جهنم زرکاله بل کړی شو نو سور شو بیا زرکاله بل کړی شو نوسپین شو بیا زرکاله بلی کړی شو نو تک تورشو همیشه دپاره به داسی وی (الَّتِي تَطَّلِعُ) یعنی ټول بدن به اوسیزی تردی پوری چه زړه ته اورسیږی - او دزړه تخصیص ئی په دی وجه سره اوکړو چه هغه محل د فاسدو عقیدو او د محبت د مال وو -
[۹،۸] دا تاکید د ماقبل عذاب دی (فِي عَمَدٍ) یعنی ډډی ستنی به وی په شان د پائپونو د بټئ د اور او اوږدی به وی او هغه به د هرطرف نه بندی وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>