عَمَّ ۱۵۶۰ اَلْهُمَزَة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ ﴿۱﴾ الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ ﴿۲﴾ يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ ﴿۳﴾

تباهی ده هریو پشی شا بد ویونکی مخامخ طعنونه کوؤنکی لره ﴿۱﴾
هغه چه جمع کوی مال او شماری هغه ﴿۲﴾
گمان کوی چه یقیناً مال دده به همیشه اوساتی ده لره ﴿۳﴾

سورة الهمزة

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی څلور صفتونه د فائزونو (غیرخاسرین) ذکرشول نوپه دی سورة کښی څلور صفتونه د خاسرینو ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی زجر وؤ په خسران سره اوپه دی سورة کښی تخویف اخروی دی خسران والو دپاره -
دعویٰ د سورة: زجردی په اوصاف قبیحه باندی سره د تخویف اخروی نه اوپه دی سورة کښی نوم د اللّه تعالٰی یو کرت ذکردی -
خلاصه د سورة : اول زجر دی او څلور اوصاف قبیحه ذکرکوی په (۳،۲،۱) کښی بیا تخویف اخروی دی په شپږ طریقو سره -
فائده: په دی سورة کښی اشاره ده چه دقران دشمن هغه دنیا پرست دی چه دا څلور اخلاق په کښی موجود وی -

تفسیر

[۱] (لِكُلِّ) دا لفظ دلیل دی چه دا آیت عام دی هرهغه چاته چه دا صفتونه په کښی موجود وی (هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ) هُمَزَةٍ هغه کس دی چه پشی شا په چا باندی عیبونه وائی په طریقه د غیبت او بهتان سره او لُمَزَةٍ هغه دی چه مخامخ عیبونه او طعنونه کوی - او مراد ددی نه هغه څوک دی چه مخالفت دقرآن او توحید والوپه دواړه طریقو سره کوی -
[۲] په دی کښی دریم وصف دی او دا په شان د علت دی د ماقبل یعنی د وجی دمحبت دمال نه همز او لمز کوی (وَعَدَّدَهُ) یعنی د محبت د وجی نه ئی هروخت شماری ددی دپاره چه کم نشی یا د عُدَّه نه ماخوذ دی یعنی د حوادثو دپاره ئی تیار کیږدی او هغه مال دفع کوؤنکی د مصائبو او د حوادثو گنړی -
[۳] دا څلورم صفت دی په اوپه دی کښی دوه توجیه دی یوښکاره ده یعنی د مال په محبت کښی دومره مشغول دی گویا چه خیال کوی چه زه په دنیا کښی همیشه یم او آخرت نه یادوی - دوهمه توجیه اشاره ده چه خلود د نعمتونو (یعنی جنت) خوپه ایمان او عمل صالح سره حاصلیږی او د دوی خیال دادی چه په مالدارئ سره به جنت حاصل کړی، نسفی په تفسیر دمدارک کښی او شربینی په سراج المنیرکښی د اتوجیه ذکرکړی ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>