عَمَّ ۱۵۵۹ اَلْعَصْر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالْعَصْرِ ﴿۱﴾ إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ ﴿۲﴾ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿۳﴾

قسم دی په زمانه ﴿۱﴾
چه یقیناً انسان خامخا په تاوان کښی دی ﴿۲﴾
مگر هغه کسان چه ایمان ئی رواړی دی او عملونه ئی کړی دی د سنت برابر اوپخه وینا ئی کړی ده یوبل ته د حق اوپخه وینا ئی کړی ده یو بل ته د صبر کولو ﴿۳﴾

سورة العصر

ربط: ددی سورة د ماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی زجروؤ په تکاثر اوپه غفلت باندی نوپه دی سورة زجردی په نتیجه دهغی چه خسران دی - دوهمه وجه دا چه په هغه سورة کښی سوال ذکرکړی شو نوپه دی سورة کی کښی د سوال نه روستو دوه قسمه انسانان ذکرکوی (خاسرین او فائزین) -
دعویٰ د سورة: ذکر دهغه امورو دی چه فرق پيدا کوی په مینځ د خاسرینو او فائزینو کښی -
خلاصه د سورة : قسم په طور شاهد، رجرپه خسران، او څلور امور دپاره د نجات ذکرکوی چه دوه دهغی نه کمال فی نفسه دپاره دی یو قوت علمیه (عقیده) دوهم قوت عملیه - او دوه دهغی نه تکمیل دغیردپاره دی یو دعوت او تعلیم د حق، دوهم ثبات او دوام په هغی باندی -
فائده: دا مام شافعی رحمه اللّه نه روایت دی که چیری خلقو فکر اوکړو په دی سورة کښی نودا به دوی لره پوره وی -

تفسیر

[۱] دا قَسم دی او مقصد په کښی شهادت دی په اثبات د خسران د انسانانو باندی - اوپه دی کښی دوه قولونه مشهور دی اول داچه مراد ددی نه زمانه ده چه په هغی کښی مختلف حالات او واقعات د انبیاء‌ علیهم السلام اود قومونو دهغوی او عذابونه په منکرینو او نجات د مؤمنانو وا قع شوی دی نو ذکر دظرف او مراد ترینه مظروف دی - دوهم قول دادی چه مراد ددینه وخت د مازیگر دی چه دورځ آخری وخت دی او دغه وخت د تاجرانو او د مزدورانو د گټی او تاوان وخت وی اوپه حدیث صحیح کښی هم دیته اشاره ده چه هغه څوک چه مونځ د مازیگر دهغی نه پاتی شو نو گویا چه اهل اومال ئی تاوانی شو -
[۲] دا جواب قسم دی (الْإِنْسَانَ) مراد ددی نه ټول انسانان دی په قرینه د استثناء‌ سره او مرجع ئی مشرکانو او کافرانو او فساقو فجاروته ده چه دوی په خسران کښی دی - او خسران نقصان او هلاکت او تاوان ته وئیلی کیږی -
فائده: قرآن کریم هغه آیاتونه چه اولوستلی شی چه په هغی کښی ماده د خسران استعمال شوی ده نودهغی نه به ښه واضحه شی چه اسباب دخسران څه دی هغه د سورة بقره په تفسیر د مشکلاتو کښی مونږ ذکرکړی دی -
[۳] په دی استثناء سره معلومه شوه چه ددی څلور خصلتونو نه څوک محروم وی نو هغه په کامل خسران کښی دی او څوک چه ایمان والا وی لیکن د باقی خصلتونونه کلاً یا بعضاً خالی وی نوهغه هم په نوعه د خسران کښی دی اودا خصلتونه د کامل مؤمن دی ځکه چه صلاحیت د انسان په دوه طریقوسره دی اول کمال د خپل د نفس او دوهم تکمیل د نورو انسانانو، اود خپل نفس کمال په دوه څیزونو سره دی اول عقیده چه هغه ته علمی قوت وئیلی شی او دوهم عمل صالح چه هغه ته علمی قوت وئیلی شی - ایمان نه مراد هغه شرعی ایمان دی چه په قرآن کښی په تفصیل سره ذکرشوی دی او عمل صالح هغه دی چه په موافقت دسنت د نبی ﷺ سره وی یعنی چه عمل دهر قسم بدعت او فسق نه پاک وی - او تکمیل دغیرهم په دوه څیزونو سره دی اول دعوت او تعلیم او تزکیه چه هغی ته اشاره ده په (وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ) سره دلته مراد د حق نه قرآن او طاعة د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ او تزهید فی الدنیا او ترغیب الی الاخرة دی او دوهم څیز تلقین دصبردی چه هغی ته اشاره ده په (وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>