عَمَّ ۱۵۵۸ اَلتَّکَاثُر

كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ ﴿۵﴾ لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ ﴿۶﴾ ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ ﴿۷﴾ ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ ﴿۸﴾

یقیناً که چیری تاسو پوهه لرئ پوهه ددین ﴿۵﴾
خامخا اوبه وینئ تاسو جهنم لره ﴿۶﴾
بیا خامخا اوبه وینئ هغه په سترگو د یقین ﴿۷﴾
بیا خامخا تپوس به او کړی شی ستاسو نه په دغه ورځ په باره د نعمتونو کښی ﴿۸﴾

[۵] داهم زجردی - علم الیقین هغه علم دی چه صاحب دهغی اورسی ضروریاتو ته په داسی طریقه سره چه هیڅ شک په ثبوت دهغه ضروریاتو کښی پاتی نشی او ددی علم تعلق خالص د زړه سره دی چه هغه محل دیقین دی -
[۷،۶] دا تخویف اخروی دی او (لَتَرَوُنَّ) مکرر دی نو اول نه مراد دلری نه لیدل دی - اودوهم نه مراد لیدل د نزدی نه دی یا اول لیدل په قلب (زړه) سره دی او دوهم لیدل په سترگو سره دی (عَيْنَ الْيَقِينِ) دیته علم المشاهده هم وئیلی کیږی یعنی غائب معقول په شان د محسوس مشاهد اوگرځی او داد علم الیقین نه هم اوچته درجه ده -
[۸] دا هم تخویف اخروی کښی داخل دی او ظاهر داده چه دا خطاب هم عام دی (النَّعِيمِ) دا هم عام دی ځکه چه نعیم جمع د نعمت ده په دی کښی داخل دی امن او صحت او فراغ، غوږونه او سترگی، او عقل او خوراکونه اود څښکلو څیزونه، یخی اوبه، سوری، کورونه او د مجاهد نه روایت دی چه هر لذت ددنیا په کښی داخل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>