عَمَّ ۱۵۵۷ اَلتَّکَاثُر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ ﴿۱﴾ حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ ﴿۲﴾ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۴﴾

غافل کړئ‌ تاسو (حرص) د ډیرو مالونو ﴿۱﴾
تردی پوری چه زیارت کوئ د قبرونو (ددی دپاره) ﴿۲﴾
هیچ چیری داسی نه ده په کار زرده چه پوهه به شئ تاسو ﴿۳﴾
بیا هیچ چیری داسی نه ده په کار زر دی پوهه به شئ تاسو ﴿۴﴾

سوره التکاثر
اودیته سورة الهٰکم هم وئیلی شی -

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه هلته کښی تخویف اخروی وؤ نودلته کښی زجرذکرکوی سره د تخویف نه په شان دسورة العادیات - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تذکیر د آخرت وؤ نوپه دی سورة کښی تزهید فی الدنیا ذکرکوی چه دا دنیا سبب د عفلت دی د آخرت نه -
دعویٰ ددی سورة: زجردی په محبت ددنیا سره، او تخویف اخروی دی -
خلاصه ددی سورة داده : اول زجردی په محبت ددنیا سره په (۲،۱) بیا تخویف دی په عذاب دنیوی او او برزخی سره په (۴،۳) کښی بیا زجردی په ترک د یقین سره په (۵) کښی بیا تخویف اخروی دی په دری طریقو سره -
فائده: په دی سورة کښی دوهم قسم دشمنان د قرآن ذکرکوی چه هغه دنیاپرست خلق دی -

تفسیر

[۱] دا زجردی (أَلْهَاكُمُ) لهو، غفلت او اعراض ته وئیلی شی اوهغه په دوه قسمه دی یوقسم بغیرد قصد نه - او دوهم قسم اِلهَاء په قصد سره او هغه مستلزم ده اعراض لره د حق نه او هغه گناه دی دلته دا قسم مراد دی او ددی قسم نه نهی کړی شوی وه په سورة المنافقون (۹) کښی یعنی غافل ئی کړئ‌ تاسو د القارعی د یاداشت نه او د ذکرد اللّه تعالٰی نه او دقرآن اودقبلولو دحق نه (التَّكَاثُرُ) ابن قیم وئیلی دی چه تکاثر په مال کښی، جاه کښی، ریاست کښی، ښځوکښی، تالیف او تصنیف کښی، تفریع د مسائلوکښی دا ټول تکاثر مذموم دی سیوا د نیت د تقرب الی اللّه نه -
[۲] دا تاکید دتکاثردی او غایة د اِلهاء ده - یعنی د مالونو وغیره په تکاثرکښی اخته ئی تردی پوری چه مړه به شئ او توبه نه اوباسئ دوهمه معنیٰ داده چه تاسو تکاثر په ژوند او اشخاصو سره کوئ تردی پوری چه په مړو سره هم تکاثرکوئ لکه چه دا طریقه د جاهلیت والو ده - دریمه معنیٰ داده چه ابوحیان په بحرالمحیط کښی ذکرکړی ده حاصل ئی دادی چه غافل کړئ‌ تاسو تکاثر تردی چه زیارت دقبرونو کوئ د تفاخردپاره او حال دادی چه زیارت د قبرونو خو جائزکړی شوی دی د وعظ اخستلو دپاره (نودارنگ څوک چه زیارت دقبر دمال ددنیا اوطلب د جاه دپاره کوی یاد نورو حاجات دنیویه دپاره کوی او هغوی په دی سبب سره د ذکراو توحید د اللّه تعالٰی نه غافل شوی وی داسی خلقو ته هم دا آیت شامل دی) او ابن عطیه په تفسیر المحرر الوجیز کښی وئیلی دی چه دا زورنه ده هغه چاته چه ډیر زیارتونه د قبرونو کوی تردی پوری چه نور عبادتونو او تعلّم دین ته ځان نه اوزگاروی - بیائی وئیلی دی لکه خلق چه نن داسی کوی چه زیارت دقبرونو ئی لازم گنړلی دی اوپه گټو او سنگ مرمر سره ئی اوچتوی اوپخوی او چتونه او آبادئ ورباندی جوړوی -
[۴،۳] دا تخویف بعدا لتخویف دی (سَوْفَ تَعْلَمُونَ) ئی مکرر راوړی نوپه اول کښی اشاره ده وخت د ځنکدن ته چه په هغه به ئی یقین راشی په خپله غلطئ باندی اوپه دوهم کښی اشاره ده عذاب قبرته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>