عَمَّ ۱۵۵۶ اَلْقَارِعَة

وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ ﴿۵﴾ فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ ﴿۶﴾ فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ ﴿۷﴾ وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ ﴿۸﴾ فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ ﴿۹﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ ﴿۱۰﴾ نَارٌ حَامِيَةٌ ﴿۱۱﴾

اوشی به غرونه په شان دوړئ رنگینی ډینډت کړی شوی ﴿۵﴾
نوهغه څوک چه درانه وی عملونه د تللو د هغوی ﴿۶﴾
نوهغه به په ژوند خوشحاله کښی وی ﴿۷﴾
او هغه څوک چه سپک وی عملونه د تللو دهغوی ﴿۸﴾
نو ځای د ورگرځیدو به هاویه وی ﴿۹﴾
اوڅه پوهه کړی ئی ته چه هغه څه شی دی ﴿۱۰﴾
اور دی سخت گرم ﴿۱۱﴾

[۵] دا بل هیبت ذکرکوی چه اثر دقارعة دی په غرونوباندی اشاره ده چه دقارعی اثر به په غټ او سخت مخلوق چه غرونه دی اوپه کمزوری مخلوق چه انسانان دی یوشان وی (الْمَنْفُوشِ) لکه وړئ چه ډینډت کړی شی نو اجزائی دیوبل نه جداشی نوداسی حال به دغرونو هم شی -
[۷،۶] دا ذکردتقسیم د انسانانودی روستو د بعث بعدالموت نه او اول حال دمؤمنانودی په طریقه د بشارت سره (مَوَازِينُهُ) غوره داده چه د چا به نفس عمل تللی شی اود چا هغه به مجسم کړی شی اود چابه صحیفی تللی شی اود مؤمنانو کافرانو ټولود دپاره به وزن کیدی شی اودارنگ اختلاف دی چه میزان یودی لیکن په اعتبار داعمالو سره ئی ورته جمع وئیلی ده یا میزانونه ډیردی (واللّه اعلم) (ثَقُلَتْ) ثقل دروندوالی په سبب دډیروالی سره نه دی بلکه په سبب داخلاص اودعقیدی دتوحید اواتباع سنت سره دی اگرچه لږعمل وی - اودارنگ سپکوالی د عمل د کم والی دوجی نه نه دی بلکه د وجی دشرک اود بدعاتو او مخالفت د کتاب اوسنت دوجی نه دی اودیته اشاره کړی ده خازن په خپل تفسیرکښی ثقل سره ئی اتباع دحق اوخفت سره ئی اتباع باطل ذکرکړی ده -
[۹،۸] دا حال دمنکرینو دی او تخویف دی (فَأُمُّهُ) أُمُّ په اصل کښی مرجع او مجمع ته وئیلی شی یعنی هاویه به دده مرجع وی لکه چه دبچی مرجع (ځای دورگرځیدلو) خپله موروی (هَاوِيَةٌ) دا نوم دی د یوطبقی د جهنم اود هویَ نه ماخوذ دی غورځیدلو ته وئیلی شی -
[۱۱،۱۰] په دی کښی عظمت شان د هاویه ذکرکوی (نَارٌ حَامِيَةٌ) په حدیث صحیح کښی د هغه اور سخت گرموالی ذکرکړی دی چه هغه ددنیا د اورنه اویا چنده زیات گرم دی (نعوذ باللّه منها) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>