عَمَّ ۱۵۵۵ اَلْقَارِعَة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الْقَارِعَةُ ﴿۱﴾ مَا الْقَارِعَةُ ﴿۲﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ ﴿۳﴾ يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ ﴿۴﴾

آفت زړونه ټکوؤنکی ﴿۱﴾
څه دی آفت زړه ټکوؤنکی ﴿۲﴾
او څه پوهه کړی ئی ته چه څه دی آفت زړونه ټکوؤنکی ﴿۳﴾
په هغه ورځ چه شی به خلق په شان د پتنگانو خواره واره ﴿۴﴾

سورة القارعة

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره اول دادی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی بعث د اصحاب قبور وؤ او اظهار مافی الصدور ذکرشو نوپه دی سورة کښی دهغه وخت نوم ذکرکوی چه القارعة دی - او احوال ئی ذکرکوی - دوهم ربط دادی چه په هغه سورة کښی بعث د خلقو ذکرشو نوپه دی سورة کښی د هغوی تقسیم ذکرکوی دوه قسمونو ته -
دعویٰ ددی سورة: تخویف اخروی په ذکرد احوالو د قیامت چه قرع ده او حال د انسان او دغرونو دی سره د تقسیم نه دوه قسمونو ته -
خلاصه د سورة داده : چه حال دقیامت ذکرکوی په صفت دقرع سره بیا ذکر دپریشانئ‌ د انسانانو بیا ذکرد حال د فنا دغرونو بیاتقسیم د خلقو دی سره دبشارت او تخویف نه -

تفسیر

[۳،۲،۱] قیامت ته قارعه ځکه وئیلی کیږی چه ټکوی زړونو د خلقولره په هیبتونوسره او آسمانونو لره په تشقق او انفطار سره او ځمکی او غرونو لره په تدکیک سره - او قارعة د قرع نه ده په اصل کښی سخت آوازته وئیلی شی - س
[۴] په دی کښی ذکر دبعضی احوالو دی (كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ) فراش پتنگان یعنی هغه چینجی دی وزرو والا چه په چراغ او په اور باندی را جمع کیږی - تشبیه ددوی سره په ډیرو صفتونو کښی ده، ډیروالی خوریدل د هرطرف نه کمزوری او ذلت (الْمَبْثُوثِ) یعنی یوطرف خاص ئی معلوم نه وی بلکه هرطرف ته الوځی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>