عَمَّ ۱۵۵۴ اَلْعَادِیاتِ

إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ ﴿۶﴾ وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ ﴿۷﴾ وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ ﴿۸﴾ أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ ﴿۹﴾ وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ ﴿۱۰﴾ إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ ﴿۱۱﴾

یقیناً انسان خپل رب لره ډیر ناشکره دی ﴿۶﴾
او یقیناً هغه په دی باندی خامخا خبرداردی ﴿۷﴾
او یقیناً هغه (انسان) دوجی د مینی د مال نه ډیر سخت دی ﴿۸﴾
آیا نه دی پوهه (په هغه وخت) کله چه راپورته به کړی شی هغه څوک چه په قبرونو کښی دی ﴿۹﴾
اوښکاره به کړی شی هغه څه چه په سینو کښی دی ﴿۱۰﴾
یقیناً رب ددوی په دوی باندی په دغه ورځ خامخا خبردار دی ﴿۱۱﴾

[۶] دا جواب قسم دی اول زجردی او د الْإِنْسَانَ نه مراد منکر انسان دی په قرینه د مابعد صفاتو سره - (لَكَنُودٌ) ددی لفظ لس معانی قرطبی ذکرکړی دی بعضی دادی (۱) ناشکری کوؤنکی (۲) هغه کسی چه مصیبتونه ذکرکوی او نعمتونه هیروی (۳) هغه کس چه یواځی خوراک کوی او بخشش نه ورکوی اوپه خپل مریانو (خادمانو) باندی ظلم کوی - او مناسبت دقسم او جواب قسم دادی چه اسونه او اښان اللّه تعالٰی دخیردپاره پیداکړی دی ظالمان انسانان ئی دظلم کولو دپاره استعمالوی اوداناشکری ده نودارنگ هرانسان چه نعمتونه د اللّه تعالٰی بی مصرفه او بی ځایه استعمالوی نوهغه کنود دی نوهرمشرک کنود دی، او اسراف کوؤنکی کنود دی، اوظالم چه خپل قوت بدنی او مالی دظلم دپاره استعمالوی نو کنود دی اوعالم چه علم خپل بی ځایه استعمالوی (عمل نه کوی دعوت نه کوی) نوکنود دی -
[۷] دا دوهم زجردی او (لَشَهِيدٌ) شهید نه مراد شهادت په لسان حال سره دی یعنی حال او اعمال ددی انسان گواهی ورکوی چه دی کنود دی یا دا تخویف دی یعنی اللّه تعالٰی دده په ناشکرئ باندی ښه عالم دی هغه به ورله سزا ورکوی -
[۸] دا دریم زجردی اوپه دی آیت کښی دوه اقوال دی د مفسرینو اول قول دادی چه شدید په معنیٰ د سخت اوپوخ دی او (لِحُبِّ الْخَيْرِ) یعنی د انسان په محبت د مال کښی ډیرپوخ اوسخت دی - دوهم قول دادی چه شدید په معنیٰ د بخیل دی حق د اللّه تعالٰی او حقوق د بندگانونه ادا کوی -
[۱۰،۹] په دی کښی تخویف اخروی دی اودا علاج هم دی دپاره د زائل کولودحب ددنیا (مَا فِي الصُّدُورِ) هغه چه سینو کښی دی یعنی خیراوشر، ارادی او نیتونه دا دلیل دی چه په اراده او نیت باندی حساب کیدی شی لکه په سورة بقره (۲۸۴) کښی دی اوپه دی کښی وسوسه داخله نه ده ځکه چه هغه اختیاری نه ده اوپه دی کښی اشاره ده چه د اللّه تعالٰی نه هیڅ عمل نشی پټیدلی روستو جمله په دی باندی دلیل دی او اعمال د جوارحو ئی ذکرنه کړل ځکه چه هغه تابع دی د اعمالو دقلوبو چه اراده او نیت دی -
[۱۱] دا علت دی د بعثراو حصل دپاره او اشاره ده چه فاعل ددی دواړو اللّه تعالٰی دی (يَوْمَئِذٍ) (سوال) اللّه تعالٰی خو اوس هم خبردی نودورځ دبعث تخصیص ئی ولی اوکړو؟ (جواب) دلته مراد جزاء‌ ورکول دی صرف خبراوعلم نه دی ددی وجی نه تخصیص اوکړی شو - (لَخَبِيرٌ) په باطن هم علم لری لکه چه په ظاهرباندی عالم دی -
فائده: په دی سورة کښی ذکردمرض دی په (۶) کښی او سبب دمرض دی په (۸) کښی او علاج مرض دی په (۱۰،۹) کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>