عَمَّ ۱۵۵۳ اَلْعَادِیاتِ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا ﴿۱﴾ فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا ﴿۲﴾ فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا ﴿۳﴾ فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا ﴿۴﴾ فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا ﴿۵﴾

قسم دی په منډه وهونکو آسونو چه هینړیږی ﴿۱﴾
بیا اور را ویستونکی دی په خپو وهلو سره ﴿۲﴾
بیا لوټ مار کوؤنکی په وخت دصبا کښی ﴿۳﴾
نو را اوچتی کړی په هغی سره دوړی ﴿۴﴾
نو ورننوځی په هغی سره په ډله د دښمن کښی ﴿۵﴾

سورة العادیات

ربط: ددی سورة د ماقبل سره په دوه وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف اخروی وؤ اوپه دی سورة کښی زجردی منکرینو ته - دوهمه وجه داده چه ددی سورة په (۹) کښی تفسیر د سورة زلزال د (۲) دی اوپه (۱۰) کښی تفسیر د سورة زلزال د (۴) دی -
دعویٰ د سورة: زجردی په دری طریقو سره، سره د تخویف اخروی نه په دری طریقو سره او دوه اسماء‌ د اللّه تعالٰی ئی (رب، او خبیر) ذکرکړی دی -
خلاصه د سورة : پنځه حالات دآسونو په طور دقسم شهادت ذکرکوی تر (۵) پوری بیا دعویٰ د سورة ده په (۶) کښی اودهغه دعوی تاکید دی په (۸،۷) کښی اودا ټول زجرونه دی او بیا تخویف اخروی دی په (۱۰،۹) کښی او دهغی تاکید دی په (۱۱) کښی -
فائده: ددی سورة تر سورة ماعون پوری په اوؤ سورتونوکښی زجرونه دی دشمنانود قرآن ته او د هغوی اقسامونو ته اشاره کوی او دهغوی صفات او حالات ذکرکوی صرف سورة القارعة په مینځ کښی په طور دتخویف اخروی سره دی -

تفسیر

[۱] دا قسم دی په صفاتو او احوالو د آسونو باندی په روایت د ابن عباس رضی اللّه عنهما سره او احوال د اوښانو دی په روایت د علی رضی اللّه عنه سره او مقصود په دی کښی شهادت پیش کول دی په دعویٰ دسورة باندی - کافرانو په زمانه د جاهلیت کښی په یوبل باندی د اسونو او اوښانو په ذریعی سره حملی کولی او لوټ مارئی کوؤ دپاره دظلم او غصب د مالونو، اوپه اسلام کښی مجاهدین اسونه او اوښان استعمالوی دپاره د جهاد او غزوه کولو د کافرانو او دشمنانو ددین سره نویو آله او سبب دی څوک ترینه غلطه فائده آخلی اوڅوک ترینه حقه فائده آخلی په دی باندی نورڅیزونه هم قیاس دی لکه مال او اسلحه او علم اوقوت د بدن وغیره څوک دا څیزونه د ښه کار دپاره استعمالوی اوڅوک ئی د بد کار دپاره نوذکر د آسونو او اوښانو په طریقه د مثال سره دی - اوپه دی آیاتونو کښی پنځه حالات دآسونو او اوښانو په ترتیب سره ذکرکوی اول حال دادی (وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا) ضَبْحًا اواز دسینی د آس دی په وخت د منډه وهلو اوخاص کر په هغه حال کښی چه خولی ته ئی واگی اچولی شوی وی -
[۲] دا دوهم صفت (حال) دی (فَالْمُورِيَاتِ) مراد ددی آسونه په سخته منډه کښی سُوَی خپلی د کانړو سره جنگوی نود هغی نه اور را اوباسی په دی کښی اشاره ده تیزی منډی وهلوته -
[۳] دا دریم حال دی اودا مقصد د منډی وهلو دی یعنی په دشمن باندی حمله کوی او لوټ مارکوی -
[۵،۴] دی دواړه آیتونو کښی څلورم او پنځم حال ذکرکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>