عَمَّ ۱۵۵۲ اَلزِّلْزَال

بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا ﴿۵﴾ يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ ﴿۶﴾ فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ﴿۷﴾ وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ﴿۸﴾

په دی وجه چه رب ستا حکم کړی دی هغی ته ﴿۵﴾
په دغه ورځ به را اوځی خلق (دقبرونونه) مختلفی ډلی دی، دی دپاره چه اخودلی شی دوی ته عملونه ددوی ﴿۶﴾
نوچاچه عمل کړی دی په مقدار د ذرّی نیکی اوبه وینی هغه ﴿۷﴾
اوچاچه عمل کړی دی په مقدار د ذرّی بدی اوبه وینی هغه ﴿۸﴾

[۶] دا څلورم حال دی يَوْمَئِذٍ نه مراد ورځ دقیامت ده (يَصْدُرُ النَّاسُ) یعنی ټول خلق به موقف د حساب نه راغلی وی نودهغی نه به جنت یا جهنم ته روان شی (لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ) مراد ددی نه نفس عملونه دی یا جزاء د عملونو ده یا کتابونه د اعمالو ددوی دی -
[۸،۷] دا پنځم حال دی اوپه حدیث صحیح بخاری کښی دیته آیت فاذه جامعه وئیلی شوی دی (یعنی مستقل آیت چه ټول وجوه د خیراوشر په کښی راجمع دی) په حدیث مسند احمد کښی دی چه نبی ﷺ داآیت په صعصعه رضی اللّه عنه باندی اولوستلو نوهغه اوئیل چه دا ماله پوره دی پرواه نیشته که نور وانورم (ذَرَّةٍ) نری سور میږی ته وئیلی کیږی چه په نظرباندی په ډیر مشکله راخی - په دی لفظ‌ کښی اشاره ده چه خیراوشرکه لږ وی خو معمولی گنړل نه دی په کار اومراد د رؤیت دعمل نه نفس عمل لیدل دی یا جزا سزا دهغی - نوکه خیرئی برباد شوی وی نوهغه به هم اووینی دپاره د زیات حسرت کولو اوکه شرئی معاف شوی وی نوهغه به هم اووینی دپاره د زیاتی خوشحالئ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>