عَمَّ ۱۵۵۱ اَلزِّلْزَال

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ﴿۱﴾ وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا ﴿۲﴾ وَقَالَ الْإِنْسَانُ مَا لَهَا ﴿۳﴾ يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا ﴿۴﴾

هرکله چه اخوزولی شی ځمکه (ټوله) په خوزولود هغی سره ﴿۱﴾
او را اوباسی ځمکه بوجونه خپل ﴿۲﴾
او اوبه وائي انسان څه اوشو دی لره ﴿۳﴾
په دغه ورځ بیانوی به خبرونه خپل ﴿۴﴾

سورة الزلزال
اودی ته سورة الزلزلة او سورة اذازلزلت هم وئیلی کیدی شی -

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په دوه وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورتونو کښی (د سورة الضحیٰ نه) دری اصول د ایمان ذکرشول، رسالت، توحید اوقرآن نوپه دی سورة کښی څلورم اصل ذکرکوی چه هغه اثبات دبعث بعدالموت دی - دوهمه وجه داده چه په مخکښی سورة کښی زجر وؤ منکرینو ته نوپه دی سورة کښی تخویف اخروی دی دپاره د منکرینو -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دقیامت دی په ذکر د احوالو دهغی سره چه هغه پنځه دی او نوم د اللّه تعالٰی یو (رب) ذکردی -
خلاصه ددی سورة: په دی کښی پنځه حالات دقیامت (چه هغه احوال دی) ذکرکوی (۱) زلزال (۲) اخراج الاثقال (۳) تحدیث بالاخبار والاحوال (۴) تشتیت الناس و صدورهم الاَرَاءةِ الَاَعْمَال وملاقات کلَّ انسان مع الاعمال - اوپه مینځ کښی حیرانتیا د انسان ذکرکړی ده -

تفسیر

[۱] دا اول حال دی اوپه دی زلزلة کښی د مفسرینو دوه قولونه دی اول داچه دابه وی په وخت د فنا ددنیا کښی مخکښی د ورځ دقیامت نه د علاماتو د قیامت نه به وی لکه چه دا اول قول وؤ په آیت دسورة حج کښی او دوهم قول دادی چه دا په وخت د بعث بعدالموت کښی ده او داقول مناسب دی د روستو يَوْمَئِذٍ سره چه دوه کرته ذکردی اوهغه خو ورځ د قیامت ده -
[۲] دا دوهم حال دی او نسبت د اخراج ځمکی ته مجازی دی فاعل حقیقی خو اللّه تعالٰی دی اوهرکله چه د زلزلی په باره کښی اول قول واخستلی شی نود اثقال نه مراد به خزانی د ځمکی وی لکه چه په حدیث مسلم کښی وارد دی چه مخکښی دقیامت نه به ځمکه دسرو اوسپینو زرو لوئی ټکړی را اغورځوی په شان دستنو لیکن خلق به د وجی د هیبتونو نه یا د ډیرو مالونونه دهغی نه بی پرواه وی - او که چیری دوهم قول واخستلی شی نو مراد د اثقال نه مړی دی چه په ورځ دقیامت به ځمکی نه دوباره اویستلی شی -
[۳] په دی کښی حیرانتیا او تعجب د انسان ذکرکوی اشاره ده چه د زلزلی او داثقال راوتلو به ډیر هیبت وی په انسان باندی -
[۵،۴] په دی کښی دریم حال ذکرکوی او مراد د يَوْمَئِذٍ نه ورځ دقیامت ده اوپه حدیث د ترمذی کښی وارد دی چه مراد ددی نه شهادت ورکول د ځمکی دی په هغه عملونو باندی چه انسان ددی په شاباندی کړی دی (بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا) یعنی اللّه تعالٰی به دا ځمکه گویا کړی لکه په حم سجده (۲۱) کښی دی یا مراد د ایحاء‌ نه امرکول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>