عَمَّ ۱۵۵۰ اَلْبَیِّنَة

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ ﴿۷﴾ جَزَاؤُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ رَبَّهُ ﴿۸﴾

یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی د سنت برابردغه کسان دوی ډیرغوره دی د مخلوق نه ﴿۷﴾
بدله ددوی په نیز د رب ددوی جنتونه د همیش والی چه بهیږی به لاندی د هغی نه ولی (نهرونه) همیشه به وی په هغی کښی همیشه رضا دی اللّه تعالٰی ددوی نه او دوی رضا دی د هغه نه داهغه چالره چه ویره کوی د رب خپل نه ﴿۸﴾

[۸،۷] په دی کښی بشارت اخرویه دی مؤمنانو دپاره (وَرَضُوا عَنْهُ) په دی کښی اشاره چه ددوی ټولی تمناگانی به پوره کیږی ددی وجی نه به رضا وی، یاپه ثواب د اللّه تعالٰی سره به رضا وی (ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ رَبَّهُ) ددی جملی په راوړلو کښی یو فائده داده چه ابتداء‌ دآیت په باره دصحابه کرامو کښی نازل شوی وؤ نوپه دی جمله کښی ئی د روستو امت ذکراوکړو بله فائده داده چه دایمان او عمل صالح سره ئی خشیت شرط کړی دی ځکه چه خشیت کښی امتثال دټولو اوامرو او اجتناب د ټولو منهیاتو نه داخل دی موافق داستطاعت سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>