عَمَّ ۱۵۴۹ اَلْبَیِّنَة

فِيهَا كُتُبٌ قَيِّمَةٌ ﴿۳﴾ وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَةُ ﴿۴﴾ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ ﴿۵﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أُولَئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ ﴿۶﴾

په هغی کښی کتابونه دی پوځ مضمون والا ﴿۳﴾
او نه دی ډلی ډلی شوی هغه کسان چه ورکړی شوی دی ورته کتاب (کتابیان) مگر روستو ددی نه چه راغی دوی ته دلیل ښکاره ﴿۴﴾
او نه دی حکم کړی شوی دوی ته مگر دپاره ددی چه بندگی دی کوی د اللّه تعالٰی خالص کوؤنکی هغه لره بندگی کلک په توحید باندی او پابندی دی کوی د مونځ او ورکوی دی زکوٰة او دا دین دی د کلکو خلقو ﴿۵﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی د کتاب والو نه او مشرکان په اور د جهنم کښی به وی همیشه به وی په هغی کښی دغه کسان دوی بدتردی د مخلوق نه ﴿۶﴾

[۴] دا زجردی په تفرق او په اختلاف سره روستو د اقامة د حجت نه، او د أُوتُوا الْكِتَابَ، تخصیص ئی د دی وجی نه اوکړو چه منشأ د خلاف خو اهل علم وی او عوام خلق دهغوی مقلدین وی -
[۵] په دی کښی تاکید د زجر سابق دی یعنی دوی ددین اتفاقی اجماعی نه (چه دین قیّم دی) تفرق کړی دی (وَمَا أُمِرُوا) مراد ددی نه امر کول دی په کتابونو مخکنو یعنی دا دین دټولو کتب الٰهیو دین دی او د ټولو انبیاء علیهم السلام دین دی یا مراد دادی چه دوی ته په دی قرآن کښی امر ددی څیزونو شوی دی اوحال داچه ددوی په کتابونو کښی هم هغه څیزونه وؤ نو ولی انکار کوی (مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ) دین په معنیٰ دعبادت سره دی، اخلاص کول د عمل دی د اللّه تعالٰی دپاره بغیر دریاء اوسمعت او نورو اعراضو دنیویو نه او محل ددی قلب (زړه) دی نودا مراد دی دنیت شرعیه سره نوددی نه علماؤ استدلال کړی دی چه په هر عبادت کښی نیت شرط دی لکه چه په صحیح حدیث کښی راغلی دی انماالاعمال بالنیات (حُنَفَاءَ) شرینی وئیلی دی چه حنیف هغه دی چه پنځه ملتونو د اصولو نه برئ وی - یهودیت، نصرانیت، صابئیت، مجوسیت، او دشرک ټول اقسام او هرکله چه ذالک اشاره ده دری واړوته نو اهل علمو ددی نه استدلال کړی دی چه اعمال داخل دی په ایمان کښی -
[۶] په دی کښی تخویف اخروی دی منکرینو دپاره (شَرُّ الْبَرِيَّةِ) د برء نه دی په معنیٰ دپیدا کولو سره نو بریة ټول مخلوق دی ملائک او جن په کښی هم داخل دی یا د بَرئ نه دی (بغیر دهمزه) نه خاوروته وئیلی شی نوبریه صرف انسانانو ته وئیلی کیږی ځکه چه دوی د خاورو نه پیدا دی لیکن اول قول غوره دی په قرینه دسورة انفال (۵۵،۲۲) سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>