عَمَّ ۱۵۴۸ اَلْبَیِّنَة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنْفَكِّينَ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ ﴿۱﴾ رَسُولٌ مِنَ اللَّهِ يَتْلُو صُحُفًا مُطَهَّرَةً ﴿۲﴾

نه وؤ هغه کسان چه کفر ئی کړی دی د اهل کتابو نه او مشرکان پریخودونکی تر دی پوری چه راغی دوی ته دلیل ښکاره ﴿۱﴾
رسول د طرف د اللّه تعالٰی نه لولی صحیفی پاکی ﴿۲﴾

سورة البینة
اودی ته سورة المنفکین او سورة البریة او سورة لم یکن او سورة البلد او سورة القیامة هم وئیلی کیدی شی -

ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه دا په شان د علت دی دپاره د اناانزلنٰه آه یعنی دا قرآن مونږ نازل کړو ددی وجی نه چه اهل کتابو، کافرانو او مشرکانو اصلاح بغیر ددی قرآن نه نه کیدله - دوهمه وجه داده چه په مخکښی سورة کښی دقرآن عظمت ذکر کړی شو نو په دی سورة کښی دهغی مقصد ذکرکوی -
دعویٰ د سورة: ذکر دنعمت د رسالت دی سره دزجر نه منکرینو د رسالت ته په (۲،۱) کښی او اسماء‌ حسنیٰ نه دوه ذکردی اللّه، رب -
خلاصه د سورة : داده د اول نه ذکر دضرورت (نعمت) د رسالت د آخری رسول دی په (۳،۲،۱) کښی بیا زجردی په تفرق سره په (۴) کښی بیا مقصد د قرآن او درسول په (۵) کښی بیا تخویف اخروی دی منکرینوته په (۶) کښی او بشارت اخرویه دی مؤمنانوته په (۸،۷) کښی -

تفسیر

[۱] مراد د اهل کتابو کافرانو نه یهود او نصاریٰ دی چه اصل دین ئی حق دی او دعویٰ کوی د کتاب سماوی لکه تورات او انجیل لیکن په دین کښی ئی تبدیل او تخرف کړی دی په عقیده او اعمالوکښی (وَالْمُشْرِكِينَ) مراد ددی نه هغه کافران دی چه د هغوی کتاب سماویه نیشته او اصل دین ئی باطل دی چه هغه عبادت دبتانو او دنمر اوسپوږمئ او ستورو وغیره دی حاصل دفرق دادی چه کتابی کافر شرک کوی لیکن هغی ته توحید وائی او دشرک د نوم نه نفرت کوی اومشرک کافر هغه دی چه شرک کوی اوهغی ته شرک وائی او هغی ته دین حق وائی اوپه دی معنیٰ سره کتابی ته مشرک نه وئیلی کیږی - یا مراد د مشرک نه هر هغه څوک دی چه په عقیده یا عمل کښی ئی یوقسم شرک پیداشی - یعنی شرک فی الربوبیة یا فی الالوهیة یا فی الاسماء‌ والصفات یا فی الحکم نو هغه مشرک دی اگرچه اللّه تعالٰی منی او کتاب سماوی او دین سماوی منی او نوم د توحید باندی هم اقرار کوی خو په دی معنیٰ سره کتابی (چه یوقسم شرک دی) نوهغه ته هم مشرک وئیلی کیږی (مُنْفَكِّينَ) انفکاک په ډیرو معانو سره راځی، پریخودل، جدا کیدل، تردُّد او شک کول، هلاکیدل په عذاب سره، مهمل کیدل، تفصیل د بعضی معانو داسی دی اوله معنیٰ چه انفکاک په معنیٰ د هلاکت سره شی، نه دی کافران اهل کتاب او مشرکان هلاکیدونکی په عذاب د اللّه تعالٰی سره تردی پوری چه دوی ته بینه راشی، نوهرکله چه بینه (رسول اوقرآن) راغی نودوی تفرق او انکار اوکړو نو اوس د عذاب مستحق شولکه په سورة اسراء (۱۵) کښي دی - دوهمه معنیٰ داده چه انفکاک په معنیٰ د تردد او شک سره شی، نه وؤ کافران کتابیان او مشرکان شک او تردد کوؤنکی په خپل دین باطل کښی تردی پوری چه راغی دوی ته رسول او قرآن، نو چا خو ایمان راوړو او چاچه خلاف اوکړو نو دهغو هم په خپل دین کښی شک او تردد پیدا شو نو متفرق شول - دریمه معنیٰ داده چه نه وؤ کافران کتابیان او مشرکان جدا کیدونکی (پریخودونکی) مدح کولو او طلب کولو د بعثت د رسول اللّٰه ﷺ سره تردی پوری چه هغه رسول راغی، نو تفرق ئی شروع کړو او دهغه رسول مدحه کول ئی پریخودله تائید ددی معنیٰ دادی چه کتابیانو به په نبی ﷺ سره استفتاح کوله لکه چه په سورة بقره (۸۹) د هغی ذکرشوی دی اومشرکین عرب به د رسول د راتللو اودهغه د منلو وعدی کولی لکه چه په سورة فاطر (۴۲) کښی دی او حدیث صحیح سره ثابت دی چه دوی به د بعث د رسول ﷺ نه مخکښی هغه ته امین او صادق وئیلو (الْبَيِّنَةُ) هغه دلیل دی چه په وضاحت کښی په شان د رنړا کوؤنکی صبا وی چه څومره باقی وی نو رنړائی ډیریږی او مصداق ددی رسول ﷺ دی سره دقران کریم نه -
[۳،۲] دا تفسیر دبینه دی (يَتْلُوا) معلومه شوه چه افضل عبادت د قرآن لوستل او بیانول دی - (صُحُفًا) یعنی هغه وحی چه په صحیفو کښی ده او نبی ﷺ به هغه په یادو باندی لوستلو او مراد ددی نه صحف د ملائکو دی لکه په سورة عبس (۱۴،۱۳) کښی تیرشوی دی (مُطَهَّرَةً) پاکی دی د مضمون د شرک او کفر اونامناسبو خبرونه او د غلطئ نه (فِيهَا كُتُبٌ) مراد ددی نه احکام الٰهیه دی (قَيِّمَةٌ) په معنیٰ د مستقیمة سره دی یا مراد دکتب نه سورتونه دی ځکه چه هر سورة د قرآن په منزله د کتاب دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>