عَمَّ ۱۵۴۷ اَلْقَدْر

تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ ﴿۴﴾ سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ﴿۵﴾

راکوزیږی ملائک او روح په هغه شپه کښی په حکم درب خپل دهرکار په باره کښی ﴿۴﴾
شپه د امن (سلامتیا) ده دا تر ختلو د صبا پوری ﴿۵﴾

[۴] په دی کښی دوهم عظمت ذکر کوی یعنی په دی کښی ډیر ملائک نازلیږی او نزول د ملائکو دپاره د نزول دبرکاتو دی (وَالرُّوحُ) مراد ددی نه جبرئیل علیه السلام دی چه په یوه ډله د ملائکو کښی راکوز شی اوسلام کوی او دعا کوی هرهغه بنده ته چه اولاړ وی یا ناست وی او اللّه تعالٰی یادوی (مِنْ كُلِّ أَمْرٍ) مِن په معنیٰ د با سره دی اومراد د امر نه هغه کارونه دی چه تقدیر دهغی دیوکال دپاره ملائکو ته شپارلی شوی وی یا مراد ترینه هرخیراوبرکت دی -
[۵] دا دریم عظمت د هغی شپی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>