عَمَّ ۱۵۴۶ اَلْقَدْر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ﴿۱﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ ﴿۲﴾ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ ﴿۳﴾

یقیناً مونږ (شروع کړی) نازلول ددی (قرآن) په شپه د قدر کښی ﴿۱﴾
او څه پوهه درکړی ده تاته چه څه ده شپه دقدر ﴿۲﴾
شپه د قدر غوره ده د زرو میاشتو نه ﴿۳﴾

سورة القدر

ددی سورة په باره کښی اختلاف دی چه مدنی دی یا مکی دی قرطبی دواړه قولونه ذکرکړی دی لیکن راجع داده چه دا مکی دی لکه چه ابن حیان او اسفهانی وئیلی دی -
ربط: ددی سورة دماقبل سره په دوه وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی ترغیب وؤ په قرائت سر ه نو په دی سورة کښی د هغی علت ذکرکوی یعنی عظمت دقرآن کریم - دوهمه وجه په مخکښی سورة کښی زجر وؤ منع کوؤنکوته د قرآن نه نوپه دی سورة کښی تسلی ده قرآن والو ته (اشاره ده چه دقرآن والا مقام ډیرلوی دی) -
دعویٰ د سورة: بیان د عظمت د قرآن کریم دی په ذکردعظمت د زمان نزول سره - ځکه چه عظمت د ظرف مستلزم دی عظمت د مظروف لره او دارنگ په عکس سره ده - او د اللّه تعالٰی یو اسم (رب) په کښی ذکردی او یو صفت فعلیه دی -
خلاصه د سورة : ذکر د نعمت د انزال قرآن دی په لیلة القدر کښی دپاره د اظهار د عظمت قرآن - اوبیا عظمت د لیلة القدر ذکرکوی اجمالاً په (۲) کښی او تفصیلاً‌ په (۳) کښی او نخه د عظمت د هغی په (۵،۴) کښی ذکر کوی -

تفسیر

[۱] (إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ) هو ضمیر په اتفاق د مفسرینوسره قرآن ته راجع دی اگر چه دهغی ذکر په دی سورة کښی تیرشوی نه دی لیکن په نورو سورتونو کښی ذکردی (أَنْزَلْنَاهُ) په دی کښی دوه قولونه دی اول قول دادی چه ټول قرآن په یو کرت سره د لوح محفوظ نه آسمان ددنیا (بیت العزة) ته نازل کړی شوی دی اوبیا ځمکی ته په دورویش (۲۳) کلونو کښی نازل کړی شوی دی، البقاعی په مصاعداالنظر ج ۳ ص (۲۱۷) کښی وئیلی دی چه دا روایت د طبرانی دی اوپه دی کښی عمروبن عبدالغفار راوی دی او هغه ضعیف دی او دارنگ عمران القطان هم دی خوپه هغی کښی اختلاف دی نو معلومه شوه چه ددی قول دپاره صحیح سند نیشته نو دوهم قول صحیح دی هغه دادی چه دا فعل په معنیٰ د ابتداء سره دی یعنی اِبَتَدَأنَا اِنزَله، (شروع کړی دی مونږ انزال دقرآن په دغه شپه کښی) او دا قول د امام شعبی نه نقل دی (لَيْلَةِ الْقَدْرِ) قدرپه معنیٰ تقدیر سره دی ځکه چه په دی شپه کښی تقدیر د څیزونو تر یو کال پوری ملائکوته اوسپارلی شی او هغوی ئی په خپلو کتابونو کښی اولیکی - یا قدر په معنیٰ دشرف او عزت سره دی یعنی ددی شپی شرافت ډیر دی اودارنگ په دی شپه کښی د عبادتونو شرافت او اجر ډیر دی - او هرکله چه دا شپه په دی امت پوری خاص ده لکه چه د صحیح احادیثونه ثابت ده نو معلومه شوه ددی دا قدرت او شرافت د وجی د انزال دقرآن نه دی نودقرآن عظمت شان ثابت شو په اعتبار د وخت د انزال د هغه سره -
فائده: محدثینو په باره د لیلة القدر کښی څه دپاسه څلویښت اقوال ذکرکړی دی لیکن تحقیق ځما په نیزباندی دادی چه لیلة القدر د رمضان په آخری لسو او تارو (ناتکئ) کښی گرځی راگرځی یعنی کله یوویشتمه او کله دریشتمه او کله پنځویشتمه او کله اوویشتمه او کله یوکم دیرشمه وی او اکثر اوویشتمه راځی -
[۲] په دی کښی اشاره ده تعظیم د لیلة القدر ته اجمالاً او تشویق ورکول دی دهغی موندلوته -
[۳] په دی کښی عظمت ددغی شپی ذکرکوی په تفصیل سره او دا اول عظمت دی - اکثرمفسرینو وئیلی دی چه مراد دادی چه عمل دنیکئ په دی شپه کښی غوره دی (ثواب او برکات ئی ډیردی) په نسبت ددغه کولو په زرو میاشتوکښی چه ددغه شپی نه علاوه وی اودارنگ کوم خیراوبرکات چه په دغه کښی نازلیږی نودهغی مثال په زرو میاشتو کښی نه موجودیږی او زرمیاشتی برابردی ددری اتیا کلونو او څلورو میاشتو سره او بعضو مفسرینو وئیلی دی چه أَلْفِ شَهْرٍ کنابه ده دټولی زمانی نه ځکه چه عرب اَلفِ ذکرکوی د غایة دڅیزونو دپاره لکه په أَنْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ بقره (۹۶) کښی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>