عَمَّ ۱۵۴۵ اَلْعَلَق

أَرَأَيْتَ إِنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۱۳﴾ أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى ﴿۱۴﴾ كَلَّا لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِيَةِ ﴿۱۵﴾ نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ ﴿۱۶﴾ فَلْيَدْعُ نَادِيَهُ ﴿۱۷﴾ سَنَدْعُ الزَّبَانِيَةَ ﴿۱۸﴾ كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ۩ ࣛ ﴿۱۹﴾

آیا ته وینی که چیری دی تکذیب کوی او مخ اړوی ﴿۱۳﴾
آیا دی نه پوهیږی چه یقیناً اللّه تعالٰی لیدل کوی ﴿۱۴﴾
هیچ چیری داسی نه ده په کار که چیری دی منع نه شو خامخا اوبه نیسو مونږ (دده) ټیکلی د سر ﴿۱۵﴾
ټیکلی دروغژن گنهکار ﴿۱۶﴾
نو آواز دی اوکړی خپل مجلس والوته ﴿۱۷﴾
زر ده آواز به اوکړو مونږ زبانیه ته ﴿۱۸﴾
هیچ چیری داسی نه ده په کار مه کوه طاعت دهغه او سجده کوه او ځان نزدی کړه اللّه تعالٰی ته ﴿۱۹﴾

[۱۴،۱۳] په دی کښی زجردی او نورصفات د منکر ذکرکوی (كَذَّبَ) په اعتبار دقول سره او تَوَلَّى، په اعتبار دعمل سره دی -
[۱۶،۱۵] په دی کښی تخویف اخروی دی مکذب لره (بِالنَّاصِيَةِ) د سرمخکنی ویخته چه په تندی باندی اویزان کړی وی او هغی ته ټیکلی وئیلی کیږی اودا د هغه کسانو په سرکښی وی چه ویخته ئی د سنت د نبی ﷺ نه په خلاف طریقی سره ساتلی وی اودا طریقه په انگریزی ویختو دسرکښی وی او اکثر د حق د مخالفینو سرمایه دارو ویخته هم دغسی وی (كَاذِبَةٍ) په اعتبار د اقوالوسره او (خَاطِئَةٍ) په اعتبار د افعالوسره -
[۱۸،۱۷] دا هم په تخویف کښی داخل دی یعنی که چیری مکذب دعویٰ کوی چه ځما تابعدار ملگری او مجلس والا شته دی چه هغوی ورسره ډله بازی او مدد کوی نو اشاره کوی چه دی هم را اوبلی لیکن هیڅ فائده نشی ورکولی (نَادِيَهُ) نادی مجلس د اجتماع ته وئیلی شی خوپه دی شرط چه اهل مجلس په کښی موجود وی (الزَّبَانِيَةَ) د زبن نه دی او زبن دفع کول دی په سختئ سره نو دا هغه ملائک دی چه کافرانو لره به دیکی ورکوی اوپه زور سره به ئی جهنم ته داخلوی لکه په سورة طور (۱۳) کښی تیرشوی دی اوددی ملائکو صفات په سورة تحریم (۶) کښی ذکرشوی دی -
[۱۹] (وَاسْجُدْ) په وخت دسخت مخالفت د منکرینو کښی اللّه تعالٰی ته خاص توجه کول ضروری دی او هغه په سجده کولو سره دی دلته هم امر دپاره د ثبات او دوام دی او مراد ددی نه صرف سجده کول دی ددی وجی نه دلته سجده تلاوت کول ضروری دی یا ذکردسجدی او مراد ترینه مونځ دی (وَاقْتَرِبْ) دا مقصد سجود دی ځکه چه حدیث صحیح کښی وارد دی چه اقرب وخت رب تعالٰی ته وخت د سجدی کولو دی او مراد دادی چه اللّه تعالٰی ته تقرب حاصل کړه په قرآن بیانولو سره او سجده کولو سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>