عَمَّ ۱۵۴۴ اَلْعَلَق

أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَى ﴿۹﴾ عَبْدًا إِذَا صَلَّى ﴿۱۰﴾ أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ عَلَى الْهُدَى ﴿۱۱﴾ أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوَى ﴿۱۲﴾

آیا ته وینی هغه کس چه منع کول کوی ﴿۹﴾
بنده لره کله چه مونځ کوی ﴿۱۰﴾
آیا ته وینی که چیری دی وی په هدایت باندی ﴿۱۱﴾
یا حکم کوی په تقویٰ سره ﴿۱۲﴾

[۱۰،۹] دا دمکذب نور صفات قبیحه ذکرکوی (عَبْدًا) مراد ددی نه نبی ﷺ دی ځکه چه ابوجهل هغه لره د مونځ کولو نه منع کوؤ نکره دپاره د تعظیم ده یعنی لوی شان والا بنده یا تنکیر دپاره تعمیم دی یعنی هرڅوک چه هرچالره د مونځ او اطاعت نه منع کوی نو هغوی ته شامل دی (إِذَا صَلَّى) صلاة نه مونځ مراد دی لیکن لوی رکن په هغی کښی قرآن لوستل دی چه دمشرکینو اصل مخالفت دقرآن سره وؤ دهغی نه به ئی منع کوله اوس جاهلان خلق مؤحدینو لره دمونځ کولو نه په خپلو مساجدو کښی اودقرآن وئیلو نه منع کوی -
[۱۲،۱۱] دا صفات د داعی د قرآن دی اوپه دی کښی وعظ دی منع کوؤنکی ته (عَلَى الْهُدَى أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوَى) یعنی دا نبی ﷺ دی دواړه حالتونو نه خالی نه دی بلکه دواړه صفتونه په کښی جمع شوی دی ځکه په خپله په هدایت باندی دی او نورو خلقو ته دعوت د تقویٰ ورکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>