عَمَّ ۱۵۴۳ اَلْعَلَق

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱﴾ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲﴾ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳﴾ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿۴﴾ عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿۵﴾ كَلَّا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَيَطْغَى ﴿۶﴾ أَنْ رَآهُ اسْتَغْنَى ﴿۷﴾ إِنَّ إِلَى رَبِّكَ الرُّجْعَى ﴿۸﴾

او لوله په نوم د رب ستا هغه ذات چه پیدائش کړی دی (عام) ﴿۱﴾
پیدا کړی دی انسان د ټکړی د وینی نه ﴿۲﴾
لوله همیشه او رب ستا ډیر عزت والا دی ﴿۳﴾
هغه ذات چه تعلیم ئی ورکړی دی په قلم سره- ﴿۴﴾
تعلیم ورکړی دی انسان ته دهغه څیز چه دی پری نه پوهیدو ﴿۵﴾
یقیناً داده بیشکه چه (بعضی) انسان خامخا سرکشی کوی ﴿۶﴾
ددی وجی نه چه ځان مالدار وینی ﴿۷﴾
یقیناً‌ طرف د رب ستاته گرځیدل دی ﴿۸﴾

سورة العلق
اوبل نوم ئی سورة اقراء دی -

ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی توحید ذکر شو نو په دی سورة کښی د علم د توحید دپاره امرکوی په قراءة د قرآن سره - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی صورت د انسان ذکرشو نوپه دی سورة کښی ماده دپیدائش د انسان ذکرکوی -
دعویٰ ددی سورة: امردی په قراءة دقرآن سره دوه کرته په (۱) او (۲) کښی اوپه عبادت درحمٰن سره دپاره دقربت په (۱۹) کښی او دری آسماء حسنیٰ ذکردی - اللّه، رب، اکرم، اوصفات فعلیه په کښی اووه ذکردی -
خلاصه ددی سورة: اول امردی په قرائت د قرآن سره سره د ادب نه او علت دهغی ئی خلق ذکرکړی دی (۲،۱) کښی بیا دوهم کرت امر په قرائت سره دی او علت دهغی ئی صفت د اکرمیة او تعلیم بالقلم ذکرکړی دی په (۵،۴،۳) کښی بیا زجردی مکذب انسان ته په ذکر دشپږ اوصاف قبیحه د هغه سره او تسلی ده داعی دقرآن ته په ذکر دڅلورو صفات حسنه سره تر (۱۴) پوری بیا تخویف اخروی دی مکذب ته په (۱۷،۱۶،۱۵) کښی او ترغیب دی قرآن والا ته په یو نهی او دوه امرونو سره -

تفسیر

[۵،۴،۳،۲،۱] دا پنځه آیاتونه ددی سورة نه د قرآن کریم اول وحی ده چه په غار حراء‌ کښی نازل کړی شوی وؤ (اقْرَأْ) معلومه شوه چه اوله فریضه په نبی ﷺ باندی قرآن لوستل دی او ددی تبلیغ دی (بِاسْمِ رَبِّكَ) په دی کښی ادب د قراءة د قرآن ذکردی چه افتتاح د قراءة په بسم اللّه الرحمٰن الرحیم سره په کار ده او هرکله چه قراءة دقرآن لوی او سخت بوج دی نو ددی دپاره استعانت د اللّه تعالٰی نه ضروری دی دهغه په امداد سره آسانیږی (مِنْ عَلَقٍ) اشاره ده چه نطفه اصل دی او اول انقلابی حالت علقه ده اشاره ده چه قرآن کریم هم د انقلاب دپاره راغلی دی اوپه علقه کښی وصف دپيوست والی او د جوړخ دی نوقرآن هم د جوړخ کتاب دی او محبت او اتصال پیدا کوؤنکی دی (اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ) تکرار د تاکید دپاره دی یعنی هروخت قرآن لوله یا مراد د اول اقْرَأْ نه ځان له تلاوت کول دی او ددوهم اقْرَأْ نه مراد دعوت او تبلیغ دی - (الْأَكْرَمُ) دا صفت خاص دی په اللّه تعالٰی پوری ځکه چه خیر ټول دهغه په لاس کښی دی اونعمتونه ټول دهغه دطرف نه دی - او معافی کوؤنکی دی د جهل د بندگانونه او روستوکوؤنکی د عذاب دی د مستحقینو د عذاب نه او عطیات ورکوؤنکی دی بغیر دعوض نه اوډیراجراو ثواب ورکوؤنکی دی په لوستلو دقرآن کریم سره (الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ) اودا عام دی ملائکو او انسانانو او جناتو ته لیکن په انسان باندی په طوردخاص احسان سره ذکردی - په خلق (پیدائش) پسی لوی نعمت علم دی او علم دوه قسمه دی یو علم په قلم سره هغه ئی دلته ذکرکړو اوبل علم په بیان سره هغی ئی په دی جمله کښی ذکرکړو چه (عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ) -
[۷،۶] په دی کښی زجردی مخالفت کوؤنکی د نبی ﷺ او دقران ته (اسْتَغْنَى) اشاره ده چه سرمایه داری اکثر سبب دطغیان (کفراوشرک) جوړیږی -
[۸] په دی کښی تخویف دی مکذب ته او تسلی ده نبی ﷺ ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>