عَمَّ ۱۵۴۲ اَلتِّیْن

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ﴿۶﴾ فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ ﴿۷﴾ أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ ﴿۸﴾

مگر هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او عملونه ئی کړی دی د سنت برابر دوی لره ثواب دی بی انتها ﴿۶﴾
نو څه څیز دروغژن گرځولی شی تا روستو ددی نه د جزا په باره کښی ﴿۷﴾
آیا نه دی اللّه تعالٰی پخه فیصله کوؤنکی د فیصلی کوؤنکو ته ﴿۸﴾

[۶] په دی کښی دوهم قسم انسان ذکر کوی چه هغوی په دین فطری باندی پاخه دی نو هغوی لره بشارت دی او د هغوی صفت ئی ایمان او عمل صالح ذکرکړی دی -
[۷] دا تفریع ده په مخکښی ذکر د قدرتونو د اللّه تعالٰی باندی دپاره د اثبات دورځ د جزا او ددی وجی نه ئی (فا) راوړی ده یعنی هغه اللّه تعالٰی چه دهغه دقدرت مثالونه په تین، زیتون، طور، بلد امین او انسان اوبه هغوی کښی په تقسیم کولو کښی ښکاره دی نو معلومه شوه چه هغه اللّه تعالٰی قادر دی به بعث بعدالموت او په جزا ورکولو باندی، نو څه دلیل د تکذیب کیدی شی دپاره د مکذبینو -
[۸] دا تصریح ده په دعویٰ د توحید چه احسن تقویم کښی اشاره ذکروه او دا رد دشرک فی التصرف والحکم دی ځکه مراد د حکم نه عام دی حکم تکوینی یعنی تصرفات کونیه او حکم تشریعی دواړوته عام دی او دا صفت د اللّه تعالٰی په سورة هود (۲۵) کښی ذکرشوی دی او احکم تفضیل کښی اشاره ده چه هر تصرف او حکم شرعی د اللّه تعالٰی مضبوط‌ دی څوک ئی مقابله نشی کولی اوپه هغی باندی د هیچ چا اعتراض او اپیل نه چلیږی - اوپه حدیث د ترمذی کښی د ابوهریرة رضی اللّه عنه نه مرفوعاً‌ نقل دی چه چا والتین والزیتون او بیائی الیس اللّه باحکم الحاکمین اولوستلو نو ورپسی دی اوائي بلٰی او انا علٰی ذالک من الشاهدین -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>