عَمَّ ۱۵۶۵ اَلْقُرَیْش

الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ ﴿۴﴾

هغه ذات چه خوراک ئی ورکړو دوی ته (چه بچ شی) د لوگی او امن ئی ورکړو دوی ته د ویری نه ﴿۴﴾

[۴] دا ذکرددوه نعمتونو حاصلو دی په طریقه د دلیلونودتوحید سره اودا نعمتونه ددوی په محنت سره نه وؤ حاصل شوی بلکه په دعاء د ابراهیم علیه السلام سره دطرف د اللّه تعالٰی نه وؤ - اوپه دی کښی په طریقه د تعریض سره اشاره ده چه دعوت د توحید د نه منلو په وجه سره اللّه تعالٰی ستاسو نه دا نعمتونه اخلی لکه چه په سورة نحل (۱۱۲) کښی ذکردی نو قحط ورباندی راغی په خیرو کولو د رسول اللّٰه ﷺ سره او جنگونه ورباندی شروع شول -
فائده: ذکر دقریش په دی سورة کښی په طور دیو نمونی سره دی او داخل دی په دی کښی هغه اصحاب اقتدار او علماء‌ او پيران چه هغوی ذمه داران ددین گرځولی شوی دی او نعمتونه (خوراک او امن او عزت) هغوی ته ورکړی شوی دی اوبیائی هم ددنیا پرستئ او اقتدار دنیوی په حرص سره حق ته او خصوصاً توحید سنت ته شاکړی ده او حق پټوؤنکی دی که دوی توبه اونه کړی نوپه دنیا کښی به عذاب دقحط او غلبی ددشمن اوپه آخرت کښی به په عذاب الٰهی کښی اخته شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>