عَمَّ ۱۵۳۶ اَلَّیْل

وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى ﴿۱۷﴾ الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى ﴿۱۸﴾ وَمَا لِأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَةٍ تُجْزَى ﴿۱۹﴾ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَى ﴿۲۰﴾ وَلَسَوْفَ يَرْضَى ﴿۲۱﴾

او خامخا بچ به اوساتلی شی دهغی نه ډیر ویری والا (متقی) ﴿۱۷﴾
هغه کس چه ورکوی مال خپل ددی دپاره چه ځان پاک کړی ﴿۱۸﴾
او نیشته هیچ چا لره دهغه سره څه احسان چه بدله ئی ورکړی ﴿۱۹﴾
مگر لټول د مخ د رب خپل چه اوچت دی ﴿۲۰﴾
او زرده چه خوشحاله به شی ﴿۲۱﴾

[۱۸،۱۷] په دی کښی بشارت دی په پنځه اوصافوسره - په دی دواړه آیاتونو کښی ئی دوه اوصاف ذکرکړی دی -
[۲۱،۲۰،۱۹] په دی کښی نور دری اوصاف ذکرکوی (وَمَا لِأَحَدٍ عِنْدَهُ) یعنی بعضی خلق چه تصدق په چا باندی ددی وجی نه کوی چه هغه ورسره مخکښی احسان کړی وی نو دهغه بدل خلاصوی لکه چه په دی دور کښی اکثردعوتونه د طعام په بدل بِنا دی (استغفراللّه) نودغه اتْقٰی ددی وصف نه بچ دی بلکه بی بدله تصدق کوی (إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَى) او وجه په خپله معنیٰ باندی دی بغیر دتشبیه او تمثیل نه او دارنگ په بندگانو کښی په عرف کښی وئیلی شی چه دا کار ماد فلانی په مخ باندی اوکړو دهغه لحاظ می اوکړو یادلته مضاف محذوف دی یعنی رویة وجه ددیدار د مخ دطلب کولو دپاره (وَلَسَوْفَ يَرْضَى) دا اجمالی بشارت دی دنیوی او اخروی بی شماره نعمتونو ته شامل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>