عَمَّ ۱۵۳۷ اَلضُحٰی

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالضُّحَى ﴿۱﴾ وَاللَّيْلِ إِذَا سَجَى ﴿۲﴾ مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى ﴿۳﴾ وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَكَ مِنَ الْأُولَى ﴿۴﴾

قسم دی په وخت د ساخت باندی ﴿۱﴾
او په شپه باندی کله چه اوغوړیږی ﴿۲﴾
نه دی پریخودلی تالره رب ستا او نه ئی دُشمنی کړی ده ﴿۳﴾
او خامخا آخرت غوره دی تالره ددنیا نه ﴿۴﴾

سورة الضحٰی

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی تسلی وه د امتی دپاره نوپه دی سورة کښی تسلی ده نبی ﷺ دپاره -
دعویٰ د سورة: تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په دری څیزونو سره په (۵،۴،۳) کښی او دفع د اعتراض دمشرکانو ده او د اللّه تعالٰی یو نوم (رب) ئی ذکرکړی دی او پنځه صفا ت فعلیه ثبوتیه او دوه سلبیه ئی ذکرکړی دی -
خلاصه د سورة داده: دوه شهادتونه دی په (۲،۱) کښی بیا دعویٰ دسورة ده په دری عنواناتو سره په (۵،۴،۳) کښی بیا ذکر د حالاتو دی (چه انعامات الٰهیه دی) مخکښی د نبوت نه په (۸،۷،۶] کښی اوبیا دری آداب حسنه ذکردی په (۱۱،۱۰،۹) کښی او دا آداب دپاره درهر دعوت کوؤنکی دی -
فائده: ددی سورة نه تر سورة عادیات پوری په اوو سورتونو کښی ذکر د څلور اصولو د ایمان دی - صدق د رسول ﷺ په سورة الضحٰی او انشراح او سورة بینّه کښی او توحید په سورة التین کښی او عظمت دقرآن په سورة علق او قدر کښی او اثبات دقیامت په سورة زلزال کښی دی -

تفسیر

[۲،۱] په دی کښی دوه قسمونه دی اول په وخت د ضحیٰ باندی چه ساخت وخت دی یا ترینه مراد ټوله ورځ ده او دوهم قسم په شپه باندی اوپه سورة کښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته لکه چه بخاری رحمه اللّه او مسلم رحمه اللّه او احمد رحمه اللّه حدیث راوړی دی چه جبرئیل علیه السلام څه ورځی حصارشو د راتللونه نو مشرکانو اوئیل چه محمد ﷺ لره خپل رب پریخودلو (نوهغه ډیر خفه وؤ) نو دا سورة نازل شو نو ضُحیٰ هم دورځی د پوره رنړا وخت دی او اذا سجیٰ دشپی د پوره تیری وخت ته اشاره ده او ددی دواړو په مینځ کښی پوره مقابله ده او دا دواړه د برکاتو او فائدو اوقات دی د هریو جدا جدا فائدی دی -
[۴،۳] دا جواب دقسم دی اوپه دی کښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (وَدَّعَكَ) تودیع رخصت ورکول او پریخودل دی چه مستلزم وی جدایئی لره که ددوست سره وی اوکه د دشمن سره وی (وَمَا قَلَى) دا خاص دی په دشمن پوری یعنی په هیڅ پریخودلو سره ئی نه دی پریخی نه داسی لکه چه دوست د دوست نه جدا کیږی اونه داسی لکه دُشمن چه دُشمن پریږدی -
فائده: دا د هرداعی حق دپاره تسلی ده یعنی کله به غلبه وی په دشمن اوکله به کمزوری وی، کله به بیماری وی اوکله به روغتیاوی، کله به مصیبت، تکلیف او فقیری وی اوکله راحت خوشحالی مالداری وی دا حالات بدلیدل دلیل د بدبختئ نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>