عَمَّ ۱۵۳۵ اَلَّیْل

فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى ﴿۵﴾ وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى ﴿۶﴾ فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى ﴿۷﴾ وَأَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنَى ﴿۸﴾ وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَى ﴿۹﴾ فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَى ﴿۱۰﴾ وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ إِذَا تَرَدَّى ﴿۱۱﴾ إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى ﴿۱۲﴾ وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى ﴿۱۳﴾ فَأَنْذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّى ﴿۱۴﴾ لَا يَصْلَاهَا إِلَّا الْأَشْقَى ﴿۱۵﴾ الَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۱۶﴾

نو هغه څوک چه ورئی کړو حق او تقویٰ ئی اوکړو ﴿۵﴾
او رشتیا ئی اوگنړله ښائسته خبره ﴿۶﴾
نو خامخا آسانه به کړو هغی ته هغه ته لار د آسانئ ﴿۷﴾
او هغه څوک چه شومتیا ئی اوکړه اوځان ئی بی پرواه کړو ﴿۸﴾
او تکذیب ئی اوکړو د ښائسته خبری ﴿۹﴾
نو روان به کړو هغه لره په لار د سختئ ﴿۱۰﴾
او فائده به ورنه کړی ده ته مال دده کله چه اورغړی ﴿۱۱﴾
یقیناً ځمونږ په ذمه باندی خامخا هدایت دی ﴿۱۲﴾
او یقیناً مونږ لره اختیار د آخرت او ددنیا دی ﴿۱۳﴾
نو ویره درکوؤم تاسوته د اور نه چه لمبی وهی ﴿۱۴﴾
نه به داخلیږی هغی ته مگر بدبخت سړی ﴿۱۵﴾
هغه کس چه دروغژن ئی گنړلی وی (حق لره) او مخ ئی اوړلی وی ﴿۱۶﴾

[۶،۵] په دی کښی بیان دسعی دخیردی او دهغی دری اسباب ئی ذکرکړی دی اول (أَعْطَى) یعنی اعطاء دایمان او دطاعت او اخلاص او توبه اوشکراو احسان په مال ورکولو او بدن او نیت سره یعنی نفس اوبدن دده پوره مطیع دی دوهم (وَاتَّقَى) تقویٰ ، ترک د جمیع منهیاتو او مشتبهاتو ته شامل ده دشرک د ټولو اقسامو نه او دبدعاتو او د فسق و فجورنه ځان ساتل په کښی داخل دی دریم (وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى) دا لفظ شامل دی کلمه دتوحید او جنت او ثواب او اجر او ټول احکام او اخبار شرعیه ته ټول په کښی داخل دی -
[۷] تیسیر د اللّه تعالٰی دطرف نه توفیق د علم او عمل ورکول دی (لِلْيُسْرَى) یسرٰی، نه مراد خصلتونه د خیردی یا لار دجنت ده اوپه حدیث صحیح کښی راغلی دی (دهغی یوجمله داده) چه څوک د اهل سعادت نه وی نو هغه ته عمل دسعادت اسان کړی شی -
[۹،۸] دلته ئی هم دری اسباب ذکرکړی دی چه مخکنو دریو سره مقابل دی اول (بَخِلَ) یعنی هیڅ حق نه ادا کوی که حق د اللّه تعالٰی وی اوکه د بندگانو وی - اوبخل په نفس سره بخل په بدن سره بخل په مال سره دی ټولو ته عام دی دوهم (وَاسْتَغْنَى) د اللّه تعالٰی او دانسانانو نه ئی ځان بی پرواه کړی وی اودا بی پرواهی سبب دی دپاره دارتکاب د محرماتو او متشبهاتو ددی وجی نه په مقابل دتقویٰ کښی ذکرشو دریم (كَذَّبَ بِالْحُسْنَى) د توحید او دطریقه شرعیه او د اعمالو دخیر نه انکارکوی -
[۱۰] دلته د تیسیر نه مراد اسانول د اسبابو دشر او منع کول د اسبابو د خیرنه دی اودی ته خُذلان وئیلی کیږی (لِلْعُسْرَى) نه مراد هرهغه خصلت او لارچه عاقبت ئی سخت دی او رسوؤنکی دی جهنم ته او دارنگ په حدیث صحیح کښی وارد دی چه څوک د اهل شقاء‌ نه وی نو اسانولی شی هغه ته عمل دشقاء -
[۱۱] (تَرَدَّى) تَرَدَّى په اصل کښی د بره نه را رغښتلو ته وئیلی کیږی او مراد ترینه هلاکت دی په عذاب دنیوی یا عذاب اخروی سره -
[۱۳،۱۲] دا علت دی د ماقبل مضمون دپاره یعنی تیرشوی تفصیل د اللّه تعالٰی دطرف نه بیان د خیراوشردی اوپه دی کښی ترغیب دی قرآن ته ځکه چه دا بیان د اللّه تعالٰی په قرآن کښی دی (۱وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى) اخرت نه مراد الدارالاخرة یعنی جنت دی نومطلب دادی چه جنت ورکول او دنیا ورکول دواړه د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی نوطلب ددی د اللّه تعالٰی نه په کار دی یا مراد د آخرت نه ورځ دآخرت ده یعنی آخرت او دنیا دواړو تصرف او اختیار د اللّه تعالٰی سره دی نوهدایت هم د هغه په اختیار کښی دی -
[۱۶،۱۵،۱۴] دا تخویف دی دوهم فریق لره (إِلَّا الْأَشْقَى) اسم تفصیل دلالت کوی چه مراد ددی نه کافر اومشرک دی او ددی نه لاندی بیا شقی دی چه هغه مؤمن گنهگار دی (كَذَّبَ وَتَوَلَّى) تکذیب په زړه سره دی او تَوَلَّى په عمل کولو سره ده (نَارًا تَلَظَّى) یو خاص منزل دی د منازلو د اورنه هغه خاص دی په الاشقی (کافر) پوری - او مؤمن گنهگار چه اللّه تعالٰی اوغواړی نود جهنم په بل منزل کښی به ئی داخل کړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>