عَمَّ ۱۵۳۲ اَلشَّمْس

وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا ﴿۶﴾ وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا ﴿۷﴾ فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا ﴿۸﴾ قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا ﴿۹﴾ وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا ﴿۱۰﴾ كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا ﴿۱۱﴾ إِذِ انْبَعَثَ أَشْقَاهَا ﴿۱۲﴾

اوقسم دی په ځمکه باندی اوپه هغه چاچه غوړولی ده دا ځمکه ﴿۶﴾
اوقسم دی په نفس باندی اوپه هغه چاچه دائی برابر جوړ کړی دی ﴿۷﴾
نو خودلی ئي ده هغه ته لارد بدئ اود تقویٰ ﴿۸﴾
یقیناً کامیاب دی هغه څوک چه پاک ئی کړو ځان خپل ﴿۹﴾
اویقیناً ناکام دی هغه څوک چه گډوډ ئی کړو ځان خپل ﴿۱۰﴾
ددروغو نسبت اوکړو ثمودیانو په سبب د سرکشئ خپلی ﴿۱۱﴾
کله چه را اوچت شو بدبخت د هغوی ﴿۱۲﴾

[۷] دا لسم قسم دی (وَنَفْسٍ) یعنی هریو نفس، نو ټول انسانان ترینه مراد دی دلته هم اشاره ده صفاتو او کمالاتو د کامل انسانانوته (وَمَا سَوَّاهَا) دا یؤولسم قسم دی او دتسویه (برابرول) نه مراد ټول اطوار د پیدائش سره د شکل اوقدوقامت د انسان نه دی -
[۸] مراد د الهام نه تقدیر د فجور اوتقویٰ دی لکه چه حدیث صحیح مسلم او احمد کښی ذکردی بل قول دادی چه الهام په معنیٰ دبیان او تفصیل کولو دی او الهام په لغت کښی خیر او شر دواړو کښی استعمالیږی اوپه اصطلاح خاص کښی صرف په خیر کښی استعمالیږی - او سلف صالحینو وئیلی دی چه دا آیت دلیل دی چه خالق د فجور اودتقویٰ او دخیراوشر اللّه تعالٰی دی په دی کښی رد دی په قدریه فرقه باندی -
[۱۰،۹] دا جواب قسم دی او دعویٰ دسورة ده چه فرق دی په عاقبت د دواړو قسمونود انسانانوکښی - (مَنْ زَكَّاهَا) یعنی بنده پاک کړو خپل نفس لره په عقیده او عملونو سره چه سورة بلد کښی ذکرشول، اوبنده برباد کړو خپل نفس لره په هغه عقیده او عمالوسره چه په سورة البلد کښی ذکرشول (دَسَّاهَا) مراد دلته گمراه کیدل بربادیدل دی اوپه گناهونو کښی ورداخلیدل دی او یوقول دادی چه خان په جماعت د صالحینو کښی داخل کړی دهغوی سره تشبیه کوی او حال داچه په عمل او عقیده کښی دهغوی نه مخالف وی -
[۱۲،۱۱] په دی کښی تخویف دنیوی دی په مثال د ثمود سره متعلق دی قَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا، سره - (بِطَغْوَاهَا) طغیان ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه دوی سره دعلم نه کفر کړی وؤ (إِذِ انْبَعَثَ) دا دلیل د تکذیب دی او دائی لوی جرم دی چه کومه معجزه چه دوی طلب کړی وه د هغی توهین اوکړو - (أَشْقَاهَا) سورة قمر (۲۹) کښی ذکرشوی دی او هغه ته قدار بن سالف وئیلی کیدلو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>