عَمَّ ۱۵۳۳ اَلشَّمْس

فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ نَاقَةَ اللَّهِ وَسُقْيَاهَا ﴿۱۳﴾ فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوَّاهَا ﴿۱۴﴾ وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا ﴿۱۵﴾

نو اوئیل دوی ته رسول د اللّه تعالٰی (لحاظ اوکړئ) د اوښی د اللّه تعالٰی اود وار (نمبر) د اوبو دهغی ﴿۱۳﴾
نو دروغژن اوئیل هغه ته او ټکړی ئي کړه هغه اوښه نو تباهی راوستله په دوی باندی رب ددوی په سبب دگناه ددوی نوبرابرئی کړه هغه په ټولو باندی ﴿۱۴﴾
او نه ویریدلو اللّه تعالٰی د انجام ددی کار نه ﴿۱۵﴾

[۱۳] (رَسُولُ اللَّهِ) نه مراد صالح علیه السلام دی -
[۱۵،۱۴] مخکښی تکذیب عام مراد وؤ او دلته تکذیب ددی قوم مراد دی چه نَاقَةَ اللَّهِ آه - (فَدَمْدَمَ) مفرد دی مراد ترینه جنس گناهونه دی طغیان، تکذیب او عقریا مراد ترینه گناه د تکذیب دی چه ټول په کښی شریک وؤ (وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا) په دی کښی اشاره ده غلبی او قدرت د اللّه تعالٰی ته چه د عذاب د تاوان نه نه ویریږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>