عَمَّ ۱۵۳۱ اَلشَّمْس

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا ﴿۱﴾ وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا ﴿۲﴾ وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا ﴿۳﴾ وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا ﴿۴﴾ وَالسَّمَاءِ وَمَا بَنَاهَا ﴿۵﴾

قسم دی په نمر باندی اوپه رنړا د هغی په وخت د ساخت کښی ﴿۱﴾
او قسم دی په سپوږمئ هرکله چه راشی په نمر پسی ﴿۲﴾
او قسم دی په ورځ باندی هرکله چه ښکاره کړی نمرلره ﴿۳﴾
او قسم دی په شپه باندی هرکله چه پټ کړی نمرلره ﴿۴﴾
اوقسم دی په آسمان او په هغه چا جوړ کړی دی آسمان ﴿۵﴾

سورة الشمس

ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی دوه قسمونه د انسانانو ذکرکړل نوپه دی سورة کښی دهغوی په مینځ کښی فرق د عاقبت ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی زجر وؤ په طغیان کوؤنکو ددی امت باندی نوپه دی سورة کښی ذکردی د طاغیانو د مخکنو امتونونه چه ثمودیان دی -
دعویٰ ددی سورة: تفرقه په مینځ دعاقبت ددواړو ډلو کښی ده سره دتخویف دنیوی نه یوی ډلی ته ، او اللّه تعالٰی خپل دوه نومونه ذکرکړی دی - اللّه ، رب او اوه صفات فعلیه دی دپاره د معرفت د اللّه تعالٰی -
خلاصه ددی سورة: اول څلور شواهد ذکرکوی دپاره ددعوی دسورة تر (۱۰) پوری بیا تخویف دنیوی په واقعه د ثمودیانو سره د هغوی طغیان او تکذیب او عقر ذکردی او د اللّه تعالٰی دطرف نه دمدمه او تسویه ذکرشوی ده -

تفسیر

[۲،۱] دا دری قسمونه دی اول قسم (وَالشَّمْسِ) دی قرآن کریم او سنت کښی چه دشمس څومره صفات او منافع ذکرکړی دی یاپه عقل سلیم او حواسو سره چه ددی کومی فائدی ښکاره شوی دی په دی لفظ کښی هغه ټولو ته اشاره ده - دوهم قسم (وَضُحَاهَا) دی ضُحیٰ زیاتی رنړا ته وئیلی کیږی نو وخت دساخت کښی دنمر رنړا ډیره شی اوگرمی په کښی کمه وی نوفائده ئی زیاته وی په ضررباندی - دریم قسم (وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا) مراد ددی نه د اولی شپی میاشت ده چه هرکله نمر مغرب کښی غائب شی نو دغه وخت سپوږمئ ښکاره شی اوبیا په نمرپسی زر غائبه شی اوپه دغه وخت کښی ددی رنړا هم ډیره کمه وی یا مراد ددی نه د څوارلسمی شپی سپوږمئ ده چه هرکله نمر مغرب کښی غروب اوکړی نوپه دغه وخت سپوږمئ د مشرق نه را ښکاره شی لیکن بیائی هم رنړا دنمر نه کمه ده -
[۴،۳] په دی کښی هم دوه قسمونه دی - څلورم قسم (وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا) ضمیر راجع دی شمس ته او نسبت د تجلیه د نمر نهارته په دی وجی سره دی چه په وخت د نهار کښی هغه ښکاره شوی دی اوپه دی کښی قید کښی اشاره ده چه دنهار فائدی هم ډیری دی لیکن زیاتی فائدی په هغه وخت کښی دی چه نمر ښکاره وی وریځ نه وی ددی وجی نه ددی وخت تخصیص ئی اوکړو - پنځم قسم (وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا) هرچه پټول د شپی وی رنړا دنمرلره نوپه تدریج سره دی یعنی نمرغائب شی نو سوروالی پاتی شی سوروالی چه غائب شی نوبیا سپین والی باقی وی بیا سپین والی غائب شی نوټوله توره تیاره شی -
[۶،۵] شپږم قسم (وَالسَّمَاءِ وَمَا بَنَاهَا) آسمان په ډیرو منافعو باندی مشتمل دی هغه ټولو ته اشاره ده ددی وجی نه وَمَابناهائی په عطف سره ذکرکړی دی اووم قسم (وَمَا بَنَاهَا) دی یعنی آسمان سره دصفت د بنا دهغه نه (وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا) دا اتم او نهم قسم دی - طَحَا نه مراد غوړول سره د راویستلو د بوټو او خزانو او چینونه دی او دَحَا صرف د غوړولو په معنیٰ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>