عَمَّ ۱۵۳۰ اَلْبَلَد

فَكُّ رَقَبَةٍ ﴿۱۳﴾ أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ ﴿۱۴﴾ يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ ﴿۱۵﴾ أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ ﴿۱۶﴾ ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ ﴿۱۷﴾ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿۱۸﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا هُمْ أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿۱۹﴾ عَلَيْهِمْ نَارٌ مُؤْصَدَةٌ ﴿۲۰﴾

خلاصول د سټ ﴿۱۳﴾
یا خوراک ورکول په ورځ دلوږی کښی ﴿۱۴﴾
یتیم چه رشته دار وی ﴿۱۵﴾
یا مسکین ته چه خاورو والا وی ﴿۱۶﴾
بیا وی دی د هغه چانه چه ایمان ئی راوړی دی او پخه خبره کوی یو بل ته د صبرکولو او پخه خبره کوی یوبل ته د رحم کولو ﴿۱۷﴾
دغه کسان دی ښه قسمت والا ﴿۱۸﴾
اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی ځمونږ په آیاتونو باندی دوی دی ناکاره قسمت والا ﴿۱۹﴾
په دوی باندی به اور وی بند کړی شوی د هرطرف نه ﴿۲۰﴾

[۱۳] په شپږ امورو سره تفسیر دعقبی کوی اول (فَكُّ رَقَبَةٍ) مراد د رقبه نه پوره انسان دی او خلاصول دهغه د غلامئ نه، مرئی والی نه دقید د قرضونو نه اود کړی گناهونونه او جهل نه او دمظلومیت نه -
[۱۶،۱۵،۱۴] په دی آیاتونو کښی دوهم او دریم خصلت ذکرکوی (مَسْغَبَةٍ) سغب لوږه او اشتهاء دطعام ته وئیلی کیږی او خوراک ورکول فضیلت او ثواب دی لیکن په وخت دلوږه کښی زیات ثواب دی - (يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ) یعنی داسی وخت چه انسان په هغی کښی اوږی وی یا داسی زمانه چه په هغی کښی قحط وی او داسی ورځ چه په هغی کښی په یو کورکښی مړی شوی وی نو هغه کوروالا طعام نشی تیارولی ځکه چه مشغول وی په غم باندی نو هغوی لره طعام ورکول هم ثواب دی او دیته اشاره ده په هغه حدیث کښی چه جعفررضی اللّه عنه شهید شو نو نبی ﷺ خپل کورته راغی نو اوئیل ئی اِصْنَعُوا لآلِ جَعْفَرَ طَعَامًا فَإِنَّهُ أَتَاهُمْ مَا یُشْغِلُهُمْ (الحدیث) (ذَا مَقْرَبَةٍ) ددی تخصیص ئی دزیات اجر او دډیر حق دوجی نه اوکړو ځکه چه په حدیث کښی راغلی دی چه صدقه په مسکین باندی یوه صدقه ده او په ذورحم (خپلوان) باندی دوه دی صدقه هم ده او صله رحمی هم ده (ترمذی) (ذَا مَتْرَبَةٍ) مراد ددی نه داسی مسکین دی چه کورئی نیشته بستره ئی نیشته اهل عیال ئی ډیر دی یعنی ډیر محتاج دی په نسبت د نورو مسکینانو اوفقراؤ سره -
[۱۷] په دی کښی دری خصلتونه نورذکرکوی - ایمان خو شرط او قید دی دپاره د عملونو، نو کله مخکښی ذکرشی او کله په مینځ کښی او کله روستو - لیکن هرکله چه په دی سورة کښی مقصود ذکرد احسان د مخلوق دی ددی وجی نه هغه ئی مخکښی ذکرکړو دایمان نه (وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) په مشقت او محنت کښی تکالیف وی چه په هغی باندی صبرکول ضروری دی ددی وجی نه ددی خصلت تخصیص ئی اوکړو او صبر نه مراد مضبوط پاتی کیدل دی په دین باندی اوپه اعمالو دخیرباندی سره دمصیبتونونه (وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ) هرکله چه مقصد په سورة کښی احسان کول دی د مخلوق سره او هغه پیدا کیږی د رحم او ترس کولوسره په کمزورو باندی ددی وجی نه دا خصلت ئی خاص ذکرکړو -
[۱۸] دا بشارت دی په دغه صفتونو باندی -
[۲۰،۱۹] په دی کښی ذکردی د (شقی) باطل مشقت کوؤنکی چه مبداء‌ دهغی کفرکول دی په آیاتونو د اللّه تعالٰی سره او تخویف دی (مُؤْصَدَةٌ) چه بند کړی شوی به وی د هرطرف نه یعنی هیڅ سوری او لار دوتلوبه نه وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>