عَمَّ ۱۵۲۹ اَلْبَلَد

أَيَحْسَبُ أَنْ لَنْ يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌ ﴿۵﴾ يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًا لُبَدًا ﴿۶﴾ أَيَحْسَبُ أَنْ لَمْ يَرَهُ أَحَدٌ ﴿۷﴾ أَلَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَيْنَيْنِ ﴿۸﴾ وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ ﴿۹﴾ وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ ﴿۱۰﴾ فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ ﴿۱۱﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ ﴿۱۲﴾

آیا گمان کوی چه اوبه نه لری قدرت په ده باندی هیڅ څوک ﴿۵﴾
دی وائي‌ خرچ کړی دی ما مالونه ډیر غونډ ﴿۶﴾
آیا گمان کوی چه نه وینی ده لره هیڅ څوک ﴿۷﴾
آیا نه دی جوړ کړی مونږده لره دوه سترگی ﴿۸﴾
او یو ژبه او دوه شونډی ﴿۹﴾
او خودلی مودی ده ته دوه لاری ﴿۱۰﴾
نو نه دی ختلی دی په کنډاؤ باندی ﴿۱۱﴾
او څه پته ده تاته چه څه دی کنډاؤ ﴿۱۲﴾

[۵] ددی آیت نه ترآخردسورة پوری دوه قسمونه ذکرکوی یو شقی (چه ناکاره مشقت کوی) او دوهم سعید (چه صحیح مشقت کوی) په دی آیت کښی زجردی په عقیده د انسان شقی چه دقدرت د اللّه تعالٰی نه انکارکوی ددوی وجی نه دهغه د حکمونو د لاندی ژوند نه تیروی -
[۶] (يَقُولُ) دا قول دده په طریقه د تکبر او د فخر سره دی (أَهْلَكْتُ) مراد ددی نه هغه دی چه په دشمنئ او په مخالفت د سنت د نبی ﷺ کښی ئی ډیر مالونه خرچ کړی دی - اودا جمله هرهغه انفاق د مال ته شامل ده چه خلاف د سنت د نبی ﷺ نه خرچ کیږی - لکه په اشاعت د شرک او کفر اوبدعاتو کښی، اوپه رسمونو او رواجونو سره، اوپه فسق و فجور فحاشئ وغیره کښی -
[۷] دا بل زجردی په عقیده د شقی انسان چه اللّه تعالٰی غیب دان نه گنړی او ددی وجی نه مشقت سیئه کوی او هرکله چه اللّه تعالٰی قادر او غیب دان نه گنړی نو حساب کتاب هم نه منی -
[۱۰،۹،۸] په دی کښی تذکیردی په نعمتونو سره او هغه داسی نعمتونه دی چه په هغی سره په صحیح او باطل محنتونو کښی فرق هم کولی شی (هَدَيْنَاهُ) مراد دهدایت نه بیان دی په وحی سره یا خودنه ده په عقل ورکولو سره (النَّجْدَيْنِ) نجد په اصل کښی اوچت ځائی ته وئیلی شی او مراد ترینه لار دخیر اوشر او حق او باطل ده چه په عقل سلیم او وحی دواړو سره دهغی په مینځ کښی ښکاره فرق کیدی شی - حاصل دادی چه ددی نعمتونو په ذریعه د حق او باطل په مینځ کښی تمیز کیدلی شی نو ولی دا انسان (شقی) محنت سیئه کوی -
[۱۱] په دی کښی ترغیب دی مشقت صحیحه کولو ته او رد دی په ماقبل علمونو او عقیدوباندی چه په هغی سره کامیابی نه حاصلیږی (الْعَقَبَةَ) لارپه غر کښی چه سخته وی اوپه هغی کښی اوچت والی هم وی او هغی ته کنډاؤ وئیلی کیږی - اودا په طریقه د تشبیه سره ده یعنی ایمان او اعمال صالحه او انفاق د مال په صحیح مصرفونو کښی (چه دا مشقت صحیحه دی) په شان د کنډاؤ د غردی چه په هغی باندی ورتیریدل گران وی لیکن انسان دهغی په ذریعی سره دیوملک نه بل ملک ته ور رسیږی -
[۱۲] په دی جملی سره عظمت شان د عقبه ته اشاره ده اوپه دی سره تعلیم د عقبی ورکوی په معنیٰ تشبیهی سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>