عَمَّ ۱۵۲۸ اَلْبَلَد

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لَا أُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۱﴾ وَأَنْتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۲﴾ وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ ﴿۳﴾ لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ ﴿۴﴾

داسی نه ده قسم کوؤم په دی ښار باندی ﴿۱﴾
او ستا بی عزتی کیدی شی په دی ښار کښی ﴿۲﴾
او قسم دی په پلار اوپه هغه چه اولاد ئی دی ﴿۳﴾
یقیناً پیدا کړی دی مونږ انسان لره په محنت کولو کښی ﴿۴﴾

سورة البلد

ربط: ددی سورة مخکښی سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی ترغیب وؤ تضرع کولوته په اوقاتود استجابت کښی نوپه دی سورة کښی ترغیب دی صالح محنت کولوته او تحذیردی د ناکاره محنت نه - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی زجروؤ په عدم اکرام د یتیم او عدم اطعام مسکین باندی نوپه دی سورة کښی ترغیب ورکول دی په اکرام او اطعام د یتیم او مسکین باندی سره دایمان نه -
دعویٰ د سورة: ترغیب دی د تحمل دمحنت کولوپه صالح طریقه سره او اجتناب کولو ته د محنت سیئّه نه په (۴) کښی او په دی صفات فعلیه د اللّه تعالٰی دری ذکرکړی دی - خلق د انسان جعل د اندامونو او هدایت -
خلاصه د سورة : دوه شهادتونه ذکرکوی په دعویٰ دسورة باندی تر (۴) پوری بیا زجردی په مشقت سیئه باندی په (۶) کښی سره د ناکاری عقیدی نه په (۷،۵) کښی اوله عقیده انکار دقدرت د اللّه تعالٰی نه او دوهمه عقیده انکارد علم د اللّه تعالٰی نه او دا منشا ده دپاره د ناکاره مشقت کولو - بیا ذکرد څلورو انعاماتو دی په (۱۰،۹،۸) کښی چه په هغی سره تمیزکیدلی شی په مینځ د ښه او بد مشقت کښی - بیا ذکردی د مشقت صالحه په شپږ امورو سره سره دبشارت نه تر (۱۸) پوری او هغه ته ئی نوم ایخی دی (عقبه) بیا تخویف اخروی دی مشقت سیئه کوؤنکی ته په (۲۰،۱۹) کښی -

تفسیر

[۱] (بِهَذَا الْبَلَدِ) دا اول قسم دی او اجماع ده دمفسرینو چه مراد ددی نه مکه مکرمه ده چه هغه ام القریٰ او ام البلاد ده اوددی نه ټوله ځمکه غوړولی شوی ده -
[۲] (حِلٌّ) مفسرینو ددی ډیر وجوه لیکلی دی یوداچه دا په معنیٰ د مستقبل سره دی او بشارت دفتح مکه دی روستو د هجرت کولو نه یعنی تالره به اجازت درکړی شی د قتال کولو په دی بلد کښی - دوهمه وجه داده چه حِل استحلال د حرمت ته وئیلی شی لکه په لاتحلّوا شعائراللّه کښی یعنی مشرکان ستا بی عزتی کوی په دی ښارکښی په اراده د قتل سره اوپه ویستلوسره او په سبب د سب وشتم سره -
[۳] دا دوهم قسم دی او مراد د والدنه آدم علیه السلام او د ماولد نه ټول ذریت (اولاد) دهغه دی او داقول د مجاهد او حسن بصری دی او اکثرو مفسرینو غوره کړی دی -
[۴] دا جواب قسم دی (كَبَدٍ) په اصل کښی شدت ته وئیلی شی او مراد ترینه سختی تیرول دی بدنی وی اوکه مالی وی، اختیاری سختی وی (یعنی عملونه دخیراوشر) یا خیراختیاری او مناسبت دقسمونو او دجواب قسم دادی چه ځمکه د مکی خصوصاً د ډیرو مشقتونو ځمکه ده تردی پوری چه غوره دټول مخلوق چه محمد ﷺ دی په هغه باندی هم په کښی ډیر تکلیفونه تیرشوی دی او دا رنگ ددی ساکنان چه آدم علیه السلام او دهغه نسل دی هروخت په مشقت او تکلیف کښی دی د چا مشقت صالح دی او د چا مشقت سیئ (بد) دی - نو دا دلیل او شاهد دی چه د انسان په ژوند کښی ضرور محنت او مشقت شته لیکن ده لره ضروری دی چه مشقت د خیراوکړی او دقدرت او د علم د اللّه تعالٰی نه ځان آزاد نه گنړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>