عَمَّ ۱۵۲۷ اَلْفَجْر

وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنْسَانُ وَأَنَّى لَهُ الذِّكْرَى ﴿۲۳﴾ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي ﴿۲۴﴾ فَيَوْمَئِذٍ لَا يُعَذِّبُ عَذَابَهُ أَحَدٌ ﴿۲۵﴾ وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُ أَحَدٌ ﴿۲۶﴾ يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ﴿۲۷﴾ ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً ﴿۲۸﴾ فَادْخُلِي فِي عِبَادِي ﴿۲۹﴾ وَادْخُلِي جَنَّتِي ﴿۳۰﴾

او رابه وستلی شی په دغه ورځ جهنم لره په دغه ورځ به نصیحت قبلوی انسان او د کوم ځای نه به وی ده لره نصیحت ﴿۲۳﴾
دی به وائي‌ های ارمان دی چه عمل می مخکښی رالیږلی وی دپاره ددی ژوند خپل ﴿۲۴﴾
نو په دغه ورځ نشی ورکولی عذاب د عذاب دهغه په شان هیڅ څوک ﴿۲۵﴾
او نه شی کولی تړل دهغه په شان تړل هیڅ څوک ﴿۲۶﴾
ای نفس یقین کوؤنکیه ﴿۲۷﴾
او گرځه طرف د رب خپل ته خوشحاله خوشحاله کړی شوی ﴿۲۸﴾
نو داخل شه په بندگانو ځما کښی ﴿۲۹﴾
او داخل شه جنت ځما ته ﴿۳۰﴾

[۲۳] داهم د قیامت احوال دی دتذکیردپاره (وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ) حدیث مسلم کښی وارد دی چه جهنم به داسی راوستلی شی چه دهغه به اویازره مهارونه وی او هرمهاربه اویازره ملائک راکاږی -
[۲۴] او دا ترقی ده د ماقبل نه یعنی نفع ورکول خولری خبره ده بلکه افسوس او حسرت به کوی (قَدَّمْتُ) مفعول پټ دی یعنی عملاً صالحاً‌ (لِحَيَاتِي) حیاة نه مراد دنیوی ژوند دی نولام په معنیٰ د فِی سره دی یا مراد دحیاة نه ژوند د آخرت دی چه هغه حیاة حقیقیه دی اوپه معنیٰ د نجات سره دی نولام په خپله معنیٰ سره دی یا مضاف حذف دی یعنی لحصول حیاتی -
[۲۶،۲۵] په دی کښی ذکر دهیبت او دشدت دعذاب دی او (عَذَابَهُ، ثَاقَهُ) یعنی اللّه تعالٰی عذاب او وثاق د جهنمیانو بل چاته د انسانانو نه سپاری په خپله او په واسطه دزبانیة ملائکو سره ئی ورکوی -
[۳۰،۲۹،۲۸،۲۷] دا ذکر دحال دمؤمنانو دی روستو دحال د اهل جهنم نه (يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ) دا وئیلی شی په وخت د ځنکدن کښی اوپه وخت د بعث بعدالموت کښی (الْمُطْمَئِنَّةُ) په دی کښی د مفسرینو ډیر اقوال دی لیکن مرجع دهغی یوه ده چه کامل ایمان لرونکی دهرقسم شرک نه ځان ساتونکی او تسلی حاصلوؤنکی په ذکرد اللّه تعالٰی اویقین کوؤنکی په احکامو د اللّه تعالٰی او راضی په قضاء د اللّه تعالٰی چه دا ټول صفتونه په کښی موجود وی (رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً) رضا په اعتبار د ډیرو نعمتونو سره ده او ترضیة په اعتبار د عملونو دده سره ده یعنی مقبول دی په نیز د اللّه تعالٰی په سبب د عملونو سره (فَادْخُلِي فِي عِبَادِي) په اوله توجیه باندی مطلب دادی چه په عالم برزخ کښی مستقر دمؤمنانو ارواحو ته به داخل کړی شی اوپه دوهمه توجیه باندی مطلب دا چه په بدنونو د بندگانو کښی به داخل کړی شی یا روستو دبعث بعدالموت نه په جماعت د بندگانو صالحینو کښی به داخل کړی شی (وَادْخُلِي جَنَّتِي) او شربینی د قفال نه نقل کړی دی چه دا جملی اگرچه د امرونو دی لیکن په معنیٰ د خبر سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>