عَمَّ ۱۵۲۶ اَلْفَجْر

كَلَّا بَلْ لَا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ ﴿۱۷﴾ وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴿۱۸﴾ وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَمًّا ﴿۱۹﴾ وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ﴿۲۰﴾ كَلَّا إِذَا دُكَّتِ الْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا ﴿۲۱﴾ وَجَاءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ﴿۲۲﴾

هیچ چیری داسی نه ده بلکه نه کوئ تاسو عزت د یتیم ﴿۱۷﴾
اونه ورکوئ تیزی په خوراک دمسکین باندی ﴿۱۸﴾
او خورئ تاسو مال دمړی په غونډ (ټول) خوراک ﴿۱۹﴾
او مینه کوئ د مال سره مینه ډیره ﴿۲۰﴾
هیچ چیری داسی نه ده په کار هرکله چه همواره شی ځمکه په پوره همواریدلو سره ﴿۲۱﴾
او راشی رب ستا او ملائک صفونه صفونه ﴿۲۲﴾

[۱۸،۱۷] دا څلور اسباب د توهین ذکرکوی - او دا اخلاق د دنیاپرست کافراومشرک او دغافل مسلمان دی - او فراء وئیلی دی چه كَلَّا دلته په معنیٰ د لم یکن ینبغی سره دی یعنی انسان لره دا اقوال مناسب نه دی چه اکرمن او اهانن، بلکه ده لره په کار دی شکرکول په وخت دغنا کښی اوصبرکول په وخت دفقیرئ‌ کښی - د مخکښی اقوالو نه زیات ددوی دپاره ناکاره اعمال شته دی (اول) (لَا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ) اکرام د یتیم د هغه د حق نه مدافعت کول دهغه مال نه ځان ساتل د هغه پالنه کول دهغه په سرباندی د شفقت لاس راښکل دی (دوهم) (وَلَا تَحَاضُّونَ) دا عام دی یوبل ته تیزی ورکول او خپل اهل ته او ځان ته تیزی ورکول دی (عَلَى طَعَامِ) طعام په معنیٰ د اطعام سره دی (الْمِسْكِينِ) اوپه دی کښی اشاره ده چه خپل ځان دپاره د مال دصدقاتو کوشش کوی یا مالداروته د خوراک ورکولو کوشش کوی د ریا اوخودنی دپاره د مسکین خیال نه ساتی -
[۲۰،۱۹] (أَكْلًا لَمًّا) یعنی حلال او حرام جمع کوی تمیز دحلال او حرام نه کوی یعنی په میراث کښی خپله حصه هم اخلی اود کمزورو ورثاء و (لکه لور، خوراوښځه) دهغی حصه هم ځان له آخلی او دارنگ د مړی د کورنه دری ماښامونه (شومی) د جمعی په شپه او چهلم اوکلیزه اوپه حیله د اسقاط سره مالونه خوړل هم په دی کښی داخل دی (څلورم) (حُبًّا جَمًّا) نفس محبت مال خو طبعاً په عامو انسانانوکښی شته لیکن غالب او کثیر محبت دحلال حرام فرق نه کوی اودین ته په کښی فرصت نه ورکوی هروخت د مال په ساتنه او جمع کولو کښی مشغول وی نوداسی محبت قبیح دی -
[۲۱] ددی آیت نه تذکیر په احوالو دقیامت سره شروع کوی او دا علاج دی د تیرذکرشوی مرضونو دپاره (دَكًّا دَكًّا) تکرار دکثرت او دمبالغی دپاره دی اودا کنایه ده د زلزلی د ټولی ځمکی نه -
[۲۲] (وَجَاءَ رَبُّكَ) مذهب د سلف صالحینو دادی چه مجئی په خپله حقیقی معنیٰ سره دی یعنی راتلل بغیر دتشبیه او تمثیل او تاویل نه - هرکله چه صفتونه د اللّه تعالٰی دمخلوق د صفتونو سره هیڅ مشابهت نه لری نودا اعتراضونه نشی کیدلی چه اللّه تعالٰی لره مجئی (راتلل) ثابت شی نو انتقال او مکان او جهت به ورله ثابت شی او هغه ددی نه پاک دی ځکه دا اعتراضونه خو هغه وخت کیدی شی چه مجئی د اللّه تعالٰی د مخلوق په شان شی او داسی نه ده (صَفًّا صَفًّا) دا تکرار هم کثرت دصفونو ته اشاره ده او هرآسمان ملائک به جدا جدا صفونه شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>