عَمَّ ۱۵۲۵ اَلْفَجْر

وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ﴿۹﴾ وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ ﴿۱۰﴾ الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ ﴿۱۱﴾ فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ ﴿۱۲﴾ فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ﴿۱۳﴾ إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ﴿۱۴﴾ فَأَمَّا الْإِنْسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ ﴿۱۵﴾ وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ ﴿۱۶﴾

او ثمودیان هغه چه جوړولی ئی (په تراش کولوسره) گټی په لمنو د غرونو کښی ﴿۹﴾
او فرعون میخونو والا ﴿۱۰﴾
هغه کسان چه سرکشی ئی کړی ده په ښارونو کښی ﴿۱۱﴾
نو ډیر ئی خور کړی وؤ په هغی کښی فساد ﴿۱۲﴾
نو را اوغورځوله په هغوی باندی رب ستا دُره (کوړه) د عذاب ﴿۱۳﴾
یقیناً رب ستا خامخا په ځای د څوکئ کښی دی ﴿۱۴﴾
نو هرچه انسان دی هرکله چه ازمیښت اوکړی په ده رب دده نو عزت ورکړی ده لره او نعمتونه ورکړی ده لره نو دی وائي رب ځما عزت راکړو مالره ﴿۱۵﴾
اوهرکله چه ازمیښت اوکړی په ده باندی نو تنگه کړی په ده باندی روزی دده نو دی وائي‌ رب ځما سپک والی اوکړو ځما ﴿۱۶﴾

[۹] دا دوهمه نمونه ده (الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ) په دی کښی ددوی صنعت کارئ ته اشاره ده یعنی دوی به گټی تراش کولی او دهغی نه ئی آبادئ او مختلف شکلونه او نقشونه جوړول (بِالْوَادِ) مراد ترینه خاص وادی القریٰ ده یا عام مراد دی یعنی لمنی د غرونو چه په هغی کښی دوی اوسیدل -
[۱۰] دا دریمه نمونه ده یعنی فرعونیان چه تکبرئی کوؤ په قوت د بادشاهئ باندی (ذِي الْأَوْتَادِ) دا کنایه ده دډیر فوج پولیس او لښکرنه چه په هغی سره ئی حکومت خپل کلک کړی وؤ یا مراد داچه ده به چاله غټه سزا ورکوله نولاسونو او خپوباندی به ئی ورله میخونه ټک وهل لکه چه آسیه رضی اللّه عنها سره ئی داسی کړی وؤ -
[۱۲،۱۱] په دی کښی ددغه مکذبینو مرضونه ذکرشوی دی، طغیان او فساد نو اول سبب دی ددوهم دپاره (طَغَوْا) طغیان تجاوز دی د حد شرعی نه په عقیده او په عمل کښی (الْفَسَادَ) قتل، کفر، او ټولو معاصی ته شامل دی شربینی وئیلی دی چه چا عمل اوکړو په غیرد ما امراللّه نه او حکم کوؤ په بندگانو کښی په ظلم کولو سره نو هغه مفسد دی اودا مرضونه د عام منکرینو بندگانو دی -
[۱۴،۱۳] دا تفریع دعذاب ده په اسبابو د هغی باندی (إِنَّ رَبَّكَ) په دی جمله کښی تاکید د عذاب ورکولو دی (لَبِالْمِرْصَادِ) مرصاد هغه مکان ته وئیلی کیږی چه په هغی کښی څوکئ کیدی شی دپاره د راگیرولو د دښمن هغی ته مورچه هم وئیلی کیږی - نودا کنایه ده چه اللّه تعالٰی عملونه د بندگان وینی او خبری ددوی آوری هغه نه هیڅ پټ نه دی -
[۱۶،۱۵] په دی ایت کښی زجردی دغه مکذبینو ته چه وسعت ددنیا کرامت گنړی او تنگسیا د رزق او غریبی اهانت گنړی او مراد ددی نه محبت ددنیا دی چه هغه سبب د مرض دی (فَأَكْرَمَهُ) مراد ددی نه کرامت دنیوی دی چه خلق ئی ددنیا دمال او جاه دوجی نه عزت کوی (أَكْرَمَنِ) (سوال) اللّه تعالٰی دی ته اکرام وئیلی دی نودی انسان ته په دی خبره (أَكْرَمَنِ) ولی زجرکوی؟ (جواب ۱) مراد دادی چه دا کلمه دده په طور دشکر د اللّه تعالٰی سره نه ده بلکه ځان ددی حق دار گنړی لکه قول د قارون سورة قصص (۷۸) کښی (أَهَانَنِ) یعنی غریبی اهانت گنړی او ددی وجی نه عاد، ثمود اوفرعونیانو په خپلو زمانو کښی غریبان مؤمنان سپک او ذلیل گنړل لکه چه د هغوی په قصصو کښی په مختلف سورتونو کښی تیرشوی دی - تنگسا د رزق اهانت نه دی ددی وجی د اکثرصالحینو بندگانو رزقونه تنگ وی اگرچه هغوی په نیز د اللّه تعالٰی عزتمند وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>