عَمَّ ۱۵۲۴ اَلْفَجْر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالْفَجْرِ ﴿۱﴾ وَلَيَالٍ عَشْرٍ ﴿۲﴾ وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ﴿۳﴾ وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ ﴿۴﴾ هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِذِي حِجْرٍ ﴿۵﴾ أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ﴿۶﴾ إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ﴿۷﴾ الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ ﴿۸﴾

قسم دی په وخت دصبا باندی ﴿۱﴾
وبر شبهای ده گانه ﴿۲﴾
او په تکئ‌ (جفت) او ناتکئ (طاق) باندی ﴿۳﴾
او په شپه باندی چه کله روانه شی ﴿۴﴾
یقیناً‌ شته په دی کښی پوره حصه عقل والو لره ﴿۵﴾
آیا نه گوری چه څنگه کار اوکړو رب ستا د عادیانوسره ﴿۶﴾
چه اِرم دی ستنو والا ﴿۷﴾
هغه داسی دی چه نه دی پیدا کړی شوی دهغوی په شان په ټولو ښارونو کښی ﴿۸﴾

سورة الفجر

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی ذکرشو تخویف په عذاب اخروی سره نوپه دی سورة کښی د عذاب نه د بچ کیدلو طریقه ذکرکوی چه هغه تضرع کول دی اللّه تعالٰی ته په اوقات مبارکه کښی دوهمه وجه داده چه مخکښی عذاب اخروی ذکرشو نوپه دی سورة کښی د عذاب دنیوی نمونی ذکرکوی -
دعویٰ د سورة: ترغیب د تضرع الی اللّه ته په اوقات مبارکه کښی سره د اجتناب د مرض او سبب مرض نه - مأخذ ددعوی په (۵) کښی دی اومرض ذکردی په (۱۲،۱۱) کښی او اسباب مرض په (۲۰،۱۹،۱۸،۱۷) کښی او د اللّه تعالٰی دآسماؤ نه ئی رب اته ځله ذکرکړی دی دپاره د اثبات دتوحید د ربوبیت -
خلاصه د سورة : ترغیب د تضرع الی اللّه ته په اوقات مبارکه کښی سره د اجتناب د مرض او سبب مرض نه - مأخذ ددعوی په (۵) کښی دی اومرض ذکردی په (۱۲،۱۱) کښی او اسباب مرض په (۲۰،۱۹،۱۸،۱۷) کښی او د اللّه تعالٰی دآسماؤ نه ئی رب اته ځله ذکرکړی دی دپاره د اثبات دتوحید د ربوبیت -

تفسیر

[۲،۱] دا اول قسم دی او فَجر، خو معلوم دی چه صبا ته وئیلی کیږی لیکن په مراد ددی کښی ډیر اقوال دی (۱) فجر دهری ورځی (۲) فجردیوم النحر (۳) فجر دیوم عرفه (۳) صلوٰة د فجر (وَلَيَالٍ عَشْرٍ) دا دوهم قسم دی او مراد دفجرنه دیوم النحرنه وړاندی لس شپی اوورځی د ذوالحجه د میاشتی دی یا مراد ددی نه لس آخری ورځی د رمضان دی -
[۳] (وَالشَّفْعِ) هغه عدد دی چه پوره تقسیم کیدی شی لکه دوه څلور (یعنی جوړی والا) او وَتر، هغه دی چه پوره نه تقسمیږی لکه یو، دری وغیره (یعنی بی جوړی) او ددی په مراد کښی د مفسرینو ډیر اقوال دی - اول داچه مکانونه د حج مراد دی یعنی بیت اللّه او جمرات او عرفه او منیٰ او مزدلفه ټول وتروتردی او صفا و مروه شفع ده - دوهم داچه اعمال دحج کښی دوه قسمونه دی طواف، سعی، رمی د جمراتو وتروتر دی او رکعتان د طواف شفع ده دریم داچه مونځونه مراد دی یعنی دوه څلور رکعتونه شفع دی - او دری او یو رکعت وتر دی -
[۴] دا پنځم قسم دی مراد د اللَّيْلِ نه هره شپه ده چه تیریږی اود تهجد وخت دی - لفظ دیَسر دلالت کوی چه دا قول غوره دی -
[۵] دا جواب قسم دی او هَل په معنیٰ د اِنَّ سره دی - ذَلِكَ، اشاره ده پنځو واړو قسمونو ته په تاویل د مذکورسره (قَسَمٌ) په معنیٰ د حلف سره دی او خازن وئیلی دی چه په معنیٰ د مکتفیٰ دی یعنی دا قسمونه فائده ورکوی عقل والو ته هغوی په دی قسمونو باندی اکتفاء‌ او باور کوی یا قسم په معنیٰ دقِسم سره دی په معنیٰ د حصی سره یعنی په دی مبارک اوقاتو کښی عقل والا حصه موندلی شی - او په دی اوقاتو کښی اللّه تعالٰی ته عاجزی او تضرع کوی (حِجْرٍ) په اصل کښی هغه څیز ته وئیلی شی چه منع کول کوی او عقل ته ددی وجی نه وئیلی شی چه عقل هم منع کوؤنکی دی د قبائحو نه او دعبث وخت تیرولو نه او د فانی دنیا د محبت کولو نه -
[۸،۷،۶] روستو د ذکرکولو د حال د تضرع کوؤنکونه حال د متکبرینو ذکرکوی په طریقه د تخویف دنیوی سره او دهغوی دری نمونی ذکرکوی اول هغه قوم چه دهغوی استکبار وؤ په کثرت د مال او قوت دبدنونو سره یعنی عادیان (بِعَادٍ) عاد دا نوم دیو نیکه ددوی وؤ نوبیاد قبیلی نوم اوگرځیدو (إِرَمَ) اشاره ده چه دا عاد اُولٰی دی ځکه چه عاد ځوی د اِرم اوهغه ځوی د عوص او هغه ځوی د سام او هغه ځوی د نوح علیه السلام وؤ (ذَاتِ الْعِمَادِ) معنیٰ داده چه دوی اکثرپه داسی خیمو کښی اوسیدل چه په ستنو باندی اولاړوی یادا چه ددوی بدنونه دنگ دنگ په شان د اوږدو ستنو وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>