عَمَّ ۱۵۲۳ اَلْغَاشِیَه

وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ ﴿۱۹﴾ وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ ﴿۲۰﴾ فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ ﴿۲۱﴾ لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ ﴿۲۲﴾ إِلَّا مَنْ تَوَلَّى وَكَفَرَ ﴿۲۳﴾ فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ ﴿۲۴﴾ إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ ﴿۲۵﴾ ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ ﴿۲۶﴾

او غرونه چه څنگه اودرولی شوی دی ﴿۱۹﴾
او ځمکی ته چه څنگه غوړولی شوی ده ﴿۲۰﴾
نوبیان کړه (قرآن) یقیناً ته بیان کوؤنکی ئی ﴿۲۱﴾
نه ئی ته په دوی باندی (څوکیدار) مقرر کړی شوی ﴿۲۲﴾
مگر هغه څوک چه مخ ئی واړوؤ او کفر ئی اوکړو ﴿۲۳﴾
نو عذاب به ورکړی هغه لره اللّه تعالٰی عذاب لوئی ﴿۲۴﴾
یقیناً ځمونږ طرف ته راگرځیدل ددوی دییقیناً ځمونږ طرف ته راگرځیدل ددوی دی - ﴿۲۵﴾
بیا یقیناً په مونږ باندی حساب کول ددوی دی ﴿۲۶﴾

[۱۹] دا دریم دلیل دقدرت او د توحید د اللّه تعالٰی دی او مثال دی دپاره د نمارق مصفوفة (كَيْفَ نُصِبَتْ) په مختلف شکلونو او رنگونو او قطارونو سره په مختلفو منافعوباندی مشتمل اودرولی شوی دی -
[۲۰] دا څلورم دلیل د توحید او دقدرت د اللّه تعالٰی دی او متعلق دی د زَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ سره په طریقه د مثال سره -
[۲۲،۲۱] دا ترغیب او تشجیع ده په دعوت کولو باندی او فاء ئی ذکر کړی ده یعنی روستول دذکرکولو د نعمتونو او دلیلونو د توحید نه ددی تذکیر‌په کار دی غفلت کوؤنکوته (إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ) دا علت د ذکردی اومراد ددی دادی چه ستا په ذمه باندی صرف تذکیر کول دی اوکه دا خلق نظر نه کوی په دلیلونو کښی او ایمان نه رواړی نوپه تاباندی هیڅ وبال نیشته (بِمُصَيْطِرٍ ) هغه چا ته وئیل شی چه مقرر وی په څه څیز باندی د امیر دطرف نه دهغه څیز د ساتنی کولو او انتظام کولو او دهغی د احوال د لیکلو دپاره اوهیڅ تجاوز په کښی نه کوی لکه خط چه دستر نه تجاوزنه کوی اوکله چه په خپله ذمه وارئ کښی نقصان اوکړی نوپه ده باندی تاوان وی - یعنی نبی ﷺ ددی مخلوق په ایمان راوړلو او تذکیرقبلولو باندی ذمه وار نه دی او نه زورآور دی -
[۲۴،۲۳] (تَوَلَّى وَكَفَرَ) اول په اعتبار د عمل سره او دوهم په اعتبار دعقیدی سره دی (الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ) د آخرت عذاب اکبر دی او ددنیا عذاب اصغراو ادنیٰ دی نو منکرینو لره په دنیا کښی هم عذابونه شته دی لیکن عذاب دآخرت ډیر لوی دی -
[۲۶،۲۵] دا تسلی ده نبی ﷺ ته متعلق دی په فَذَكِّرْ پوری اوپه دی دواړو جملو کښی ئی ظرف (الینا، علینا) مقدم کړی دی دپاره د مبالغی او دتاکید، اودپاره د حصر هم دی ځکه چه رجوع په آخرت اوحساب کښی خاص ده په اللّه تعالٰی پوری اوحساب موقوف دی په علم محیط اوقدرت کامله باندی او دا خاص دی په اللّه تعالٰی پوری - سیوطی په درمنثورکښی د قتادة نه روایت کړی دی چه هغه به ددی په آخر کښی وئیل - الی اللّهِ و علی اللّه الحساب -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>