عَمَّ ۱۵۲۲ اَلْغَاشِیَه

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاعِمَةٌ ﴿۸﴾ لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ ﴿۹﴾ فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿۱۰﴾ لَا تَسْمَعُ فِيهَا لَاغِيَةً ﴿۱۱﴾ فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ ﴿۱۲﴾ فِيهَا سُرُرٌ مَرْفُوعَةٌ ﴿۱۳﴾ وَأَكْوَابٌ مَوْضُوعَةٌ ﴿۱۴﴾ وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ ﴿۱۵﴾ وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ ﴿۱۶﴾ أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ ﴿۱۷﴾ وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ ﴿۱۸﴾

بعضی مخونه به په دغه ورځ تراوتازه وی ﴿۸﴾
په وجه د عمل خپل به خوشحاله (رضا) وی ﴿۹﴾
په جنت اوچت کښی به وی ﴿۱۰﴾
نه به آوری په هغی کښی بی فائدی خبری ﴿۱۱﴾
په هغی کښی به چینه وی روانه ﴿۱۲﴾
په هغی کښی به تختونه وی اوچت کړی شوی ﴿۱۳﴾
او گیلاسونه کیخودلی شوی ﴿۱۴﴾
اوتکیه گانی به وی صفونه صفونه ﴿۱۵﴾
او قالینونه به وی خواره کړی شوی ﴿۱۶﴾
آیا دوی نه گوری اوښانوته چه څنگه پيدا کړی شوی دی ﴿۱۷﴾
او آسمان چه څنگه اوچت کړی شوی دی ﴿۱۸﴾

[۱۱،۱۰،۹،۸] دا ذکرد دوهم قسم خلقودی په طریقه دبشارت په لس وجوهو سره (عَالِيَةٍ) اوچت دی په آسمانونو باندی یاقدر او منزلت ئی اوچت دی په آسمانونوباندی (لَاغِيَةً) دا لفظ عام دی هر لغو کلام دروغ او هیبت او بهتان اوکلمات د کفراوشرک کنځل کول او هره خبره دمعصیت ته اولغو به ددی وجی نه نه آوری چه جنیتان به ټول د حکمت اود اللّه تعالٰی دحمد وثنا او رشتیا خبری کوی -
[۱۲] (عَيْنٌ) جنس دی مراد ترینه ډیری چینی دی یعنی کافور، سلسبیل، تسنیم (جَارِيَةٌ) په مخ د ځمکه باندی به بغیر دکندو نه روانی وی دهرجنتی کورته به دهغه د ارادی موافق چلیږی -
[۱۳] (مَرْفُوعَةٌ) قدر او شان به ئی اوچت وی یا اوچت به وی په هوا کښی اوکله چه جنتی په هغی باندی کیناستل اوغواړی نو دا تختونه به ورته راکوز شی نوبیا به پورته کړی شی -
[۱۴] (مَوْضُوعَةٌ) یو معنیٰ داچه تیار به کیخودلی شوی وی دنهرونو او چینو په غاړه باندی دوهمه معنیٰ داچه ددوی مخی ته به کیخودلی شوی وی ددوی د خوشحالئ دپاره -
[۱۵] (نَمَارِقُ) جمع د نمرقة ده تکیه گانی یا واړه بالختونه چه د یوبل سره په قطار کښی کیخودلی شوی وی -
[۱۶] (زَرَابِيُّ) جمع د زریبّة ده هغه فراشونه او قالینونه چه لَمنوته ئی نری زونډی لگولی شوی وی - په دی څلورو نعمتونو کښی اشاره ده لکه چه د مالدارانو په مجلسونو کښی یوطرف گیلاسونه او جگونه وی نوبل طرف ته تکیه گانی وی او قالینونه وی نود جنت مجلسونه به ددی نه ډیراوچت او بهتروی -
[۱۷] په دی کښی اوپه روستو آیت کښی دلیلونه د قدرت د اللّه تعالٰی دی په جزا او سزا ورکولو باندی - اودا رنگ په دی کښی جواب د وهم دی چه دفیها سررمرفوعة سره تعلق لری، وهم دادی چه هغه پالنگونه دجنت اوچت دی نوجنتیان به ورته څه رنگی ورخیژی؟ نو جواب ئی اوکړو چه اوښانو ته اوگورئ چه څومره اوچت دی لیکن په وخت د سوریدلو کښی خکته شی - او دارنگ روستو فذکرسره تعلق لری یعنی هرکله چه ته مذکِّر او داعی ئی نوپه تا کښی څلور اخلاق په کاردی انقیاد د لویووړو سره په نرمئ سره په شان داوښ (كَيْفَ خُلِقَتْ) یعنی په حیواناتو کښی دا عجیبه پیدائش او عجیبه صفتونو والا حیوان دی ځکه چه حیوانات څلور قسمونه دی پيووالا، سورلئ والا، خوراک والا (چه غوښه ئی خوړلی کیږی) او باراوړونکی اوپه اوښ کښی دا څلورواړه صفتونه شته دی - او هاتی اگرچه ډیر عجیبه دی لیکن دا فائدی په کښی نیشته اوپه عربو کښی نزدی موجود هم نه وؤ -
[۱۸] دا هم دلیل دقدرت د اللّه تعالٰی دی او دلیل دتوحید دی اوتعلق لری د اکوابٌ موضوعةٌ سره یعنی په آسمان کښی نمرسپوږمئ اوستوری په ښائسته ترتیب سره کیخودلی شوی دی نو دا مثال د گیلاسونو دی چه ترتیب سره ئی کیخودلی دی په جنت کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>