عَمَّ ۱۵۲۱ اَلْغَاشِیَه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ ﴿۱﴾ وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ﴿۲﴾ عَامِلَةٌ نَاصِبَةٌ ﴿۳﴾ تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً ﴿۴﴾ تُسْقَى مِنْ عَيْنٍ آنِيَةٍ ﴿۵﴾ لَيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِنْ ضَرِيعٍ ﴿۶﴾ لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِنْ جُوعٍ ﴿۷﴾

یقیناً راغلی دی تاته خبر د آفت پټوؤنکی ﴿۱﴾
بعضی مخونه به په دغه ورځ ذلیل وی ﴿۲﴾
محنت کوؤنکی ستړی به وی ﴿۳﴾
داخلیږی به اور سخت گرم ته ﴿۴﴾
څښکولی کیږی به د چینی خوټکیدونکی نه ﴿۵﴾
نه به وی ددوی خوراک مگر دازغی دار بوټی نه ﴿۶﴾
نه به سربول کوی اونه به فائده ورکوی د لوږی نه ﴿۷﴾

سورة الغاشیه

ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په سورة اعلٰی کښی من یخشی او اشقی (ویریدونکی د اللّه نه او بدبخت خلق) ذکرکړل نوپه دی سورة کښی هغوی له بشارت تخویف ذکرکوی -
دعویٰ د سورة: تخویف دی منکرینوته او بشارت مؤمنانولره اوتذکیرپه قرآن سره دپاره دیاداشت د غاشیه (قیامت) او د اسماؤ نه صرف اللّه ذکردی او دوه صفتونه (تعذیب او حساب کول) ذکردی -
خلاصه د سورة : اول تخویف اخروی دی منکرینوته په لس طریقوسره تر (۷) پوری بیا بشارت دی مؤمنینو ته په لس طریقوسره تر (۱۶) پوری بیا څلور دلیلونه دی په توحید باندی اوپه هغی کښی اشاره ده څلور صفتونو د مُذَکَّر (داعی) ته (انقیاد، نفع، استقلال، تواضع) بیا امردی په تذکیر بالقرآن دپاره د یاد داشت د قیامت او د توحید - اوبیا تسلی ده په ۲۲ کښی او اختتام دسورة دی په تخویف سره په شان د ابتداء د سورة -

تفسیر

[۱] په دی کښی تذکیردی په باره دقیامت کښی (الْغَاشِيَةِ) هغه آفت چه پټوی خلقو لره په هیبتونو او گبراهټونو سره اویو نوم دی د نومونو دقیامت نه یا نوم د اور دجهنم دی چه پټوی به ټول بدنونو د جهنمیانو لره -
[۳،۲] دا تقسیم د خلقو دی دوه قسمونو ته په دی آیاتونو کښی ذکردیوقسم دی چه هغی ته اشقیٰ (بدبخت) وئیلی شوی دی اودوی ته تخویف دی په لس طریقوسره (نَاصِبَةٌ) دا هم په دنیا کښی دی یعنی ځان ستړی کوی په مونځونو روژو او نور عبادتونو وغیره سره یاپه آخرت کښی دی یعنی ستړی او تکلیف تیروؤنکی به وی په اور دجهنم کښی - امام بخاری وئیلی دی چه داپه باره د نصاریٰ (رهبان) کښی دی - نو ملعومه شوه چه دا آیت د عموم د الفاظو د وجی نه هربدعتی ته شامل دی -
[۵،۴] (عَيْنٍ آنِيَةٍ) د اَنْي‌ نه ماخوذ دی اووخت د رسیدلوته وئیلی شی او مراد دادی چه په گرمولو کښی آخری وخت ته رسیدلی ده یعنی دا چینی سختی گرمی دی لکه سورة رحمٰن (۴۴) کښی دی -
[۷،۶] روستو دذکردمشروب نه ذکرد طعام دی اوهریو مستقل عذاب دی (ضَرِيعٍ) ازغی دار بوټی دی چه په ځمکه پوری پیوست وی چه لوند وی نو شبرق ورته وئیلی کیږی اوچه اوچ شی نو ضریع دی او هغی ته هیڅ څاروی نزدی نه ورځی دډیرتریخ والی او بدبویئی د وجی نه او زهرقاتل دی - سوال: سورة الحاقه (۳۶) کښی حصر دطعام په غسلین کښی شوی دی اودلته په ضریع کښی اودواړه جدا جدا څیزونه دی؟ جواب: داحصرونه په اعتبار د مختلف اقسامو د جهنمیانو دی یا په اعتبار دمختلف اوقاتوسره دی - (لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِنْ جُوعٍ) دطعام دوه فائدی دی لویه فائده داده چه بدن له ترقی ورکړی او ادنیٰ فائده داده چه لوگه بنده کړی او طعام د جهنم کښی دا دواړه فائدی نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>