عَمَّ ۱۵۱۷ اَلْاَعْلٰٰی

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى ﴿۱﴾ الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى ﴿۲﴾ وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى ﴿۳﴾ وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَى ﴿۴﴾

پاکی وایه د نوم د رب ستا چه پورته دی ﴿۱﴾
داسی ذات دی چه پیدائش کړی دی نوبرابرکړی دی ﴿۲﴾
او هغه ذات دی چه اندازه ئی کړی ده نوهدایت ئی کړی دی ﴿۳﴾
او هغه ذات دی چه راویستلی دی بوټی د سریدلو ﴿۴﴾

سورة الاعلٰی
او ددی بل نوم سورة سبّح دی -

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی امروؤ په امهال سره نوپه دی سورة کښی امر دی په تسبیح او تذکیر دقرآن سره په وخت مهلت کښی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف ذکرشو نو په دی سورة کښی طریقه د نجات ذکرده دعذاب نه -
دعویٰ د سورة: اثبات د توحید (۱) کښی او ترغیب الی القرآن (۹) کښی او زجرپه محبت ددنیا (۱۴) کښی - اوپه دی کښی رد د شرک فی التصرف او رد دشرک فی العلم دی او اسماء حسنیٰ ئی دری اوصفات فعلیه ئی لس ذکرکړی دی -
خلاصه د سورة : اول امر دی په تسبیح (توحید) سره په اسماء او صفاتو د اللّه تعالٰی سره چه نهه دی تر (۷) پوری او دوه بشارتونه دی په دعوت د توحید سره په (۸،۶) کښی - بیا دوهمه دعویٰ ده یعنی تزهید فی الدنیا په طریقه د زجر سره په (۱۷،۱۶) کښی او اختتام دسورة په نقلی دلیل سره په (۱۹،۱۸) کښی -

تفسیر

[۱] (سَبِّحِ) معنیٰ داچه پاک گنړه په (عقیده) کښی اوپاکی وایه په ژبه باندی اوپاکی بیانوه په دعوت او تبلیغ سره دهرقسم شریک او ولد او غیب او احتیاج او عجزنه او هرهغه څیز نه چه لائق نه دی دهغه سره په ذات کښی او په آسماؤ او صفاتو او کارونو دهغه او حکمونو دهغه کښی او داتوحیدی دی (الْأَعْلَى) دا وصف دلیل دی په تسبیح باندی یعنی زیاته علو دهغه تقاضا کوی د پاکوالی د هرقسم نقصان نه، او حدیث د ابوداؤد او احمد کښی راځی چه نبی ﷺ به سبح اسم ربک الاعلٰی اولوستلو ورپس به ئی اوئیل، سبحان ربی الاعلٰی، او نورو موقوف احادیثو کښی هم نقل دی -
[۳،۲] دا دلیلونه په تسبیح (دعویٰ باندی) دی دیته دلیل د ایجاد وئیلی شی اوپه دی کښی څلور امورذکرکړی دی اول خلق، او ظاهرداده چه ټول مخلوق مراد دی دوهم فَسَوَّى، تسویه د خلق احسان دهغی دی کوم چه ذکردی په سورة سجده (۹) کښی او مراد د احسان نه دهرڅیزبدن او اندامونه او اجزاء د هغی مناسب جوړول دی اوکله چه عدم تناسب ښکاری هغه خلاف عادت وی د نورو حکمتونو دپاره دریم (وَالَّذِي قَدَّرَ) په هرڅیزکښی دهغی مقدار او کیفیتونه او صفتونه په اندازه سره مقرر کول څلورم (فَهَدَى) دا هدایت عامه دی یعنی هریو څیزته دهغوی دژوند تیرولو د خوراک څښاک وغیره طریقی خودل دی
[۵،۴] دا دلیلونه افاقی د تربیت دی روستو دایجاد نه (الْمَرْعَ) هرقسم بوټی واښه چه دانسانانو اود څاروؤ د خوراک دپاره دی (فَجَعَلَهُ غُثَاءً) غثاء هغه واښه بوټی خشاک چه سیلاب ئی په غاړه دکندی باندی اوغورځوی او اوچو ذری ذری بی فائدی بوټوته هم وئیلی شی اگرچه دسیلاب په غاړه نه وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>